ایشچي: لویې څارنوالۍ جنرال دوستم ته درېیم جلب هم استولی

د جوزجان پخوانی والي احمد ایشچي د خپلې قضيې په تړاو د لویې څارنوالۍ له هڅو راضي دی وايي چې څارنوالۍ د جمهوري ریاست لومړي معاون جنرال دوستم ته درېیم جلب هم استولی دی.

احمد ایشچي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، له دې مخکې یې د قضيې پر وړاندې قانوني خنډونه وو خو د لویې څارنوالۍ له لوري جنرال دوستم ته د درېیم جلب په صادرولو سره ټول قانوني او زماني خنډونه لیرې شوي دي.

دی وايي، لویه څارنوالۍ باید د جنرال دوستم د نیولو حکم صادر کړي او دنده‌یې وځنډوي.

ایشچي: لویه څارنوالۍ باید د جنرال دوستم د نیولو حکم صادر کړي

نوموړی وايي:

"له دې مخکې یو لړ قانوني خنډونه وو چې درې ځلي باید ورته جلب استول شوی وی خو اوس دغه پړاونه پشپړ شوي او پرون د نهه تنو تورنو کسانو چې په جرم کې ښکېل وو د نیولو حکم هم صادر شوی او هغه «جنرال دوستم» ته هم د لویې څارنوالۍ له لوري وروستی جلب استول شوی دی. قانوني او زماني خنډونه له‎منځه تللي، لویې څارنوالۍ یې باید د نیولو حکم صادر کړي او دنده‌یې وځنډول شي."

وموغوښتل چې د احمد ایشچي او جنرال دوستم په قضیه کې د شویو پرمختګونو او د احمد ایشچي د تازه څرګندونو په اړه د لویې څارنوالۍ او د جمهوري ریاست د لومړي معاونیت نظر هم واخلو خو په دې اړه څوک خبرو کولو ته حاضر نه‌شول.

له دې مخکې ښاغلي ایشچي د خپلې قضیې په اړه د حکومت د هڅو د چټکتیا غوښتنه کړې وه.

احمد ایشچي ویلي و چې یاده قضیه باید ژر تر ژره د هېواد د نافذه قوانینو له مخې وڅېړل شي څو نورو ته د عبرت وړ وګرځي.

احمد ایشچي وړاندې ادعا کړې وه چې د جنرال دوستم د ساتونکو له لوري نیول شوی او تر وهلو ډبولو وروسته جنسي ځورول شوی دی، هغه ادعا چې د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر یې بې‌بنسټه بولي.

هاخوا د ولسي جرګې دوهم منشي عرفان‌الله عرفان وايي چې د افغانستان شرایطو ته په پام افغانان تر ډېره ثبات او ارامۍ ته اړتیا لري.

ښاغلي عرفان ازادي راډیو ته وویل، حکومت باید دغه قضیې ته داسې یوه حل‌لاره پیدا کړي چې هم عدالت ټینګ شي او هم ثبات وساتل شي.

د ولسي جرګې دوهم منشي عرفان‌الله عرفان

نوموړي وايي:

"زه فکر کوم په اوسنیو شرایطو کې هغه لاره بهتره ده چې د خلکو او هېواد ملي ګټې په‎کې خوندي وي. افغانستان په بدو شرایطو کې دې او یوه مهمه او ستره موضوع د قانون پلی کول دي خو که هېواد د بحران په لوري ځي په هغه صورت کې بیا د قانون د یوې مادې د پلي کولو پر ځاې ملي ګټې لومړیتوب لري."

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت تل د عدالت پر ټینګښت ټینګار کړی دی.

ولسمشر محمد اشرف غني تل دا ویلي چې دی او هېڅ‌څوک له قانونه پورته نه‎دي او باید قانون په ټولو یو شان پلی شي.

راپور: عبادالله حنان‌زی