د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۷

ایشچي له لویې څارنوالۍ راضي خو غواړي چې د قضيي چارې چټکې شي


که څه هم د جوزجان پخوانی والي احمد ایشچي د خپلې قضيې په اړه د لوی څارنوالۍله هڅو راضي دی خو وايي د قضیې چارې یې باید چټکې شي.

احمد ایشچي د پنچشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې لويې څارنوالۍ تر اوسه خپل مسؤلیت په سمه توګه سرته رسولای او جنرال دوستم ته یې دوهم جلب هم استولی دی.

نوموړي د خپلې قضیې په اړه د حکومت د هڅو د چټکتیا غوښتنه کوي.

ښاغلي ایشچي زیاته کړه:

"زما غوښتنه دا ده چې یاده قضیه باید ژر تر ژره د هېواد د نافذه قوانیو له مخې وڅېړل شي څو دا نورو ته د عبرت وړ وګرځي."

ومو غوښتل چې د احمد ایشچي او جنرال دوستم په قضیه کې د شویو پرمختګونو او د احمد ایشچي د تازه څرګندونو په اړه د لویې څارنوالۍ نظر هم واخلو خو دوی په دې برخه کې له څه ویلو ډډه وکړه.

د جنرال عبدالرشید دوستم دفتر که څه هم د ښاغلي ایشچي د تازه څرګندونو په اړه څه نه‎دي ویلي خو وړاندې یې دا منلې وه چې د لویې څارنوالۍ له لوري ورته لومړنی مکتوب استول شوی دی.

د جنرال دوستم د دفتر رئیس عنایت الله بابر فرهمند وړاندې له ازادي راډیو سره په خبرو کې د لوی څارنوالۍ استول شوی مکتوب له اساسي قانون سره په ټکر کې بللې و.

احمد ایشچي وړاندې ادعا کړې وه چې د جنرال دوستم د ساتونکو له لوري له نیول کیدو وروسته څو ورځې ډبول شوی او په ورته وخت جنرال دوستم جنسي ځورولی هم دی.

احمد ایشچي وړاندې ادعا کړې وه چې د جنرال دوستم د ساتونکو له لوري له نیول کیدو وروسته څو ورځې ډبول شوی
احمد ایشچي وړاندې ادعا کړې وه چې د جنرال دوستم د ساتونکو له لوري له نیول کیدو وروسته څو ورځې ډبول شوی

که څه هم د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر دا ډول ادعاوې بې اساسه بولي خو لوی څارنوالۍ شاوخوا درې اوونۍ وړاندې په دې اړه خپلې څېړنې پیل کړي.

په همدې حال کې یو شمېر سیاسي کارپوهان وايي چې حکومت د احمد ایشچي د قضیې په څېړولو کې د جنرال دوستم تر فشار لاندې دی نو ځکه یې د دوسیې کار ورو پرمخ ځي.

سیاسي کارپوه خالد سعادت وايي:

"حد اقل چې د څېړنې او عدلي تعقیب پروسه بشپړه شوې وای او قضیه محکمې ته تللې وای؛ دا د حکومت صلاحیت دی او باید پریکړه یې کړې وای چې څنګه د دغه قضیې پر وړاندې درېږي خو تر اوسه دا کار نه دی شوی."

دا په داسې حال کې چې څه موده وړاندې ولسمشر محمداشرف غني ویلي و چې دی او هېڅوک له قانونه پورته نه دي او باید د احمد ایشچي قضیې ته رسیدنه وشي.

سیاسي کارپوه خالد سادات وايي، که حکومت ونه‎شو کولای د احمدایشچي قضیې ته په عادلانه توګه رسیدنه وکړي بیا نو هر څوک د غیرې قانوني کړونو جرأت پیدا کوي او دا چاره به بیا ډېرې ستونزې جوړې کړي.

محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG