د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۳

پر ایشچي د نیویارک ټایمز مقاله


نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان د ولسمشر پر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم وروستیو لګول شوېو تورونو ته پام اړولی او لیکي:

د افغانستان د لویې څارنوالۍ دفتر د شنبې په ورځ وویل چې د ولسمشر د لومړي مرستیال له خوا د هغه پر سیاسي سیال د شکنجې او جنسي ځورونې د ادعاوو په اړه یې تحقیقات پیل کړي دي.

۶۳ کلن احمد ایشچي عبدالرشید دوستم تورن کړی چې دی یې د بُزکشي له میدانه بیولی، وهلی او جنسي یې ځورولی دی.

نیویارک ټایمز لیکي:

لوی څارنوال محمد فرید حمیدي وویل چې دغه تحقیقات به په شفافه او خپلواکه توګه ترسره شي.

د ورځپاڼې په وینا څارنوالانو په دې اړه د روغتیایي معایناتواو د ایشچي د کورنۍ له خوا د معلوماتو د راټولولو په ګډون د شواهدو را ټولول پیل کړي خو دا نه ده روښانه چې ایا دوستم به له دغو تحقیقاتوسره همکاري وکړي؟

د نیویارک ټایمزپه لیکنه له بلې خوا هڅه کېږي چې دغه قضیه په دودیز ډول هواره شي.

ورځپاڼې د دوستم د ویاند بشیراحمد ته‎ینج خبره را اخیستي چې کابل ته یې د جوزجان د سپین او مخورو د یوې ډلې خلکود تلو خبر ورکړی دی.

هغه ویلي چې دوی کابل ته د دې لپاره تللي چې دغه قضیه د محکمو له لارې نه بلکه له عنعنوي لاري هواره شي.

د ورځپاڼې په وینا دوستم چې پخوا یوجګړه مارو او په تېرو وختونو کې له بشري حقونو څخه په سرغړونو تورن دی، افغان ولسمشر اشرف غني چې په غرب کې یې زده‎کړې کړي او یوتکنوکرات دی، دوستم د دې لپاره خپل لومړۍ مرستیال وټاکه چې هغه پر ازبک قوم له پراخ نفوذه برخمن دی.

د دوستم دغه مخ په زیاتیدونکي ناوړه سلوک د افغان چارواکو او لویدیځ اندیښنې زیاتې کړي دي.

په کابل کې د امریکا سفیرمایکل مک کینلي یو له دغو لویدیځ لوړ پوړو چارواکو څخه دی چې د تېرې شنبې په ورځ یې بیا په دې اړه خپله اندیښنه څرګنده کړه. مک کینلي چې د کارموده یې په ختمېدو ده ویلي چې تحقیقات او شفافیت ځکه ډېر مهم دی چې هغه افغانانو ته درست زیګنال ورکوي چې هېڅ څوک له قانون پورته نه دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه بل مطلب کې د کندهار په هوایي ډګر کې د پنځو ښځینه کارکوونکو د وژل کېدو پر پېښې تمرکز کړی او لیکي:

د افغانستان حکومت هڅه کوي چې د ښځو لپاره کاري فرصتونه ایجاد کړي خو دغه هڅې له یوې خوا د ټولنې هغو سختو دودونو چې ښځه باید په ټولنه کې څه رول ولري ټکنۍ کړي او له بلې خوا هم د وسله والو طالبانو په وړاندې روانه جګړه کې امنیتي ګواښونو ورته ستونزې راولاړې کړي دي.

نیویارک ټایمز د سیمه ییزو چارواکو له قوله لیکي چې پر موټر سایکل سپرو دوو سړو د شنبې په ورځ سهار وختي یو موټر ودراوه او هغه ښځینه سپرلۍ یې په ډزو وویشتې چې د کندهار په هوایي دګر کې یې له یوه امنیتي کمپنۍ سره د قراردادیانو په توګه کار کاوه.

دغو ښځو دنده لرله چې له دغې کمپنۍ سره د مسافرو او د هغو د بکسونو په تلاشي او پلټلو کې مرسته وکړي.

د ورځپاڼې په وینا چا د دغې پېښې مسؤلیت په غاړه نه دی اخېستی او طالبانو هم ویلي چې د دوی وسله‎وال په دغه پېښه کې ښکیل نه دي.

XS
SM
MD
LG