که څه هم وسلهوالو طالبانو د لښکرګاه-کندهار لار څو ځله د ترافیکو پر مخ تړلې ده، خو د هلمند چارواکي وايي، وروسته له دې به وسلهوال د دې توان ونهلري چي یاده لار بیا د تګ راتګ پر مخ وتړي.
طالبانو د لښکرګاه اوسېدونکو ته په خطاب کې په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې خپلې اړتیاوې دې پوره کړي ځکه دوی د اوږدې مودې په موخه د لارې د تړلو نیت لري.
دا چې حکومت د لارې د امنیت لپاره څه پلان لري او ایا د دې توان لري چې لار پرانیستې وساتي؟ په دې اړه د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي راپور واورئ:
Your browser doesn’t support HTML5