افغانستان کې د مبايل کاروونکو شمېر ٢١ میليونو ته ورسېد

د مخابرانو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي په افغانستان کې د مبایل د کاروونکو شمېر يوويشت میلیون کسانو ته ورسېد.

د دغه وزارت ویاند یاسین صمیم نن په يوه غونډه کې وویل:

"دا مهال څه باندې ٢١ میليونه کسان د مبايل ټیليفونونو له خدماتو استفاده کوي. تر يو لک او ٤٠ زره نور کسان يا بنسټونه له خطي ټیليفونونو استفاده کوي."

د افغان چارواکو په وينا دا مهال څه باندې اتيا فيصده افغانان له مخابراتي خدماتو ګټه اخلي.