د چین په لیرې پرتې حوزه شینجیانګ کې څلورو کسانو د یوه موټر په واسطه په یوې دولتي ودانۍ ورننوتي او هلتهیې د یوه بم په ایښودلو سره یو تن وژلی دی.
په چاودنه کې درې کسان ټپيان هم دي.
دا پېښه د شینجیانګ په کاراباکس سیمه کې شوې او د سیمهییزې مسؤلې ادارې د وېبپاڼې په اساس حمله کوونکو د کمونېست ګوند د دفتر ودانۍ هدف ګرځولې.
پولیسو په ځوابي ډزو کې حمله کوونکي وژلي دي.
شینجیانګ چې له منځنۍ اسیا هېوادونو سره ګډه پوله لري په دې وروستیو کې د سختو نا امنیو شاهد پاتې شوی او سلګونه کسان پهکې د ایغور مسلمانانو او چینايي هان قبیلې تر منځ د شخړو په خاطر وژل شوي دي.
چینايي چارواکي د دغو شخړو په خاطر ایغور مسلمانان ګرم بولي.