د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ځیني غړي ادعا کوي چې افغان حکومت له دغه حزب سره د سولې د هوکړهلیک د موادو پلي کولو ته جدي عمل نهکوي.
د افغانستان حزب اسلامي وايي، د افغان حکومت او د ګلبدین حکمتیار تر مشرۍ لاندې د حزب اسلامي تر منځ د سولې پر هوکړهلیک، شااوخوا درې میاشتې اوړي، خو تر اوسه، د دغه هوکړهلیک، یوه ماده هم نهده عملي شوې.
د دې حزب ویاند حشمتالله ارشد د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، افغان حکومت له دغه حزب سره د سولې د هوکړهلیک د موادو د پلي کولو په برخه کې سست روان دی.
ارشد: ژمنې شوي اجراء شوي نهدي.
نوموړي زیاته کړه:
"د حزب اسلامي د غړو او مجاهدینو تمه دا وه چې د هوکړهلیک هره ماده باید ژر پلې شي، خو ډېر وخت تېرېږي چې د دې حزب یو بندي هم ازاد شوی نهدی او کوم بندیزونه چې پر دې حزب لګېدلي تر اوسه پر ځای پاتې دي او له کډوالو سره چې کومې ژمنې شوي اجراء شوي نهدي، موږ په دې برخه کې له حکومت ناراضه یو."
ښاغلي ارشد وویل، کېدای شي د همغږۍ نشتوالی او د ځینو مخالفو کړیو مداخلې د دې لامل شوی وي چې د سولې د هوکړهلیک مواد په سمه توګه عملي نهشي.
حزب اسلامي هیله ښيي چې د ملي یووالي حکومت او په تېره ولسمشر اشرف غني دې، په دې برخه کې خپلې ژمنې عملي او د سولې د هوکړهلیک د پلي کېدو د لارې ټول خنډونه لیرې کړي.
شااوخوا درې میاشتې مخکې د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې د هوکړهلیک د موادو پلي کولو ته، د دواړو لورو لهخوا یوه ګډه کمېټه جوړه او کار يې پیل کړ.
محمد اکرم خپلواک، فیضالله ذکي، محمد مسعود اندرابي د حکومت لهخوا، قاضي عبدالحکیم حکیم، محمد امین کریم او غیرت بهیر د حزب اسلامي لهخوا او د سولې د عالي شورا درې غړي، د دغې شورا لهخوا د جوړې کمېټې غړي دي.
دغې کمېټې ته دنده سپارل شوې چې د سولې د هوکړهلیک له موادو سره سم دې، پر حزب اسلامي د بندیزونو لیرې کولو، له زندانونو څخهیې د غړو خوشې کولو، د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه دې د حزب اسلامی د مشرانو د ایستلو او له بهر څخه دې د حزب اسلامي د کډوالو راستنولو ته اقدام وکړي.
محمد اکرم خپلواک چې د حکومت په استازیتوب د دغې کمېټې مشري کوي، ازادي راډيو پرلهپسې ورسره د اړیکې ټینګولو هڅه وکړه خو ځوابیې ترلاسه نهکړ.
په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، د سولې د هوکړهلیک د موادو پلي کولو ته ګمارل شوې اجرائیه کمېټه خپل کارونه په غوڅه او رښتیني توګه پر مخ بیايي.
وقاد: دغې کمېټې خپل کارونه پر نهو برخو وېشلي.
د دې شورا غړي محمد امین وقاد ازادي راډیو ته وویل:
"دغې کمېټې خپل کارونه پر نهو برخو وېشلي، هرې برخې تهیې مسؤل ټاکل شوی، دا یوه پروسه ده چې د حکومت او حزب اسلامي لهخوا پر مخ ځي، د دې تر شا رښتینی او غوڅ ډاډ موجود دی، کارونهیې ښه پر مخ ځي او هیله ده هڅې یې ښه نتیجه ورکړي."
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت پر حزب اسلامي د لګېدلو بندیزونو لیرې کولو او د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه د حزب اسلامي د مشرانو ایستلو ته، په رسمي توګه خپل غوښتنلیک د ملګرو ملتونو سازمان ته سپارلی دی.
خو حزب اسلامي وايي، تر اوسه د دې هڅې برخلیک نهدی څرګند.
راپور: خان محمد سیند