د ازبکستان ولسمشر وايي، هېواد يې د شنګهای د همکارۍ سازمان کې د ایران د بشپړ غړیتوب ملاتړ کوي.
الماس بیګ باقییف دا خبره نن په بیشکیک له خپل ایراني سیال حسن روحاني سره په کتنه کې وکړه.
د شنګهايې د همکارۍ په سازمان کې چین، قزاقستان، قرغزستان، روسیه ،تاجکستان او ازبکستان غړي دي او ایران د څارونکي په توګه په کې شامل دی.
ایران په ۲۰۰۸ میلادي کال کې په دې سازمان کې د غړیتوب غوښتنه وړاندې کړې خو پر دې هېواد د نړیوالو د بنديزونو له امله د تهران دا غوښتنه رد شوه.
له ازبک ولسمشر سره تر خبرو وروسته د ایران جمهور رئیس وویل، دواړو د ترورېزم پر ضد د ګډې مبارزې، په تدریجي توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ویزې د ختمولو او په ازبکستان کې د ایران د پانګونې په اړه خبرې وکړې.