د برلین ښار اوسېدونکو پرون سې شنبه هلته د کرسمس په مارکېټ کې د حملې د قربانیانو په یاد ځانګړي مراسم سرته ورسول.
پهدې مراسمو کې د جرمني صدراعظمې، ولسمشر، د برلین ښاروال او یو شمېر نورو لوړ رتبه چارواکو ګډون کړی و او د قربانیانو روح ته دعا وشوه.
په دې مراسمو کې د برلین ښاروال مایکل مولر وویل:
"موږ نن د دې وحشتناکو ترورېستي حملو د قربانیانو یاد تازه کوو. زموږ زړونه او فکرونه د دې حملو د قربانیانو له کورنیو سره دي. موږ هغوی ته وایو چې یوازې نهدي، موږ په غم کې ورسره شریک یو. ټول برلین او ټوله ازاده نړۍ زموږ پر سولهییز ژوند د دې بُزدلانه او غير انساني حملې په ویر کې دي."
له بله پلوه، د جرمني د کورنیو چارو وزیر توماس ډيميزېر ویلي، په دې کې چې په برلین کې وروستۍ حمله یو ترورېستي کار و، شک نهلري خو علتیې لا نهدی څرګند شوی.
توماس ډيميزېر وویل چې په دې کې شک نهلري چې د برلین ښار په کرسمس مارکېټ کې پر خلکو حمله یو ترورېستي عمل و خو دا نهده څرګنده چې ولې شوې ده.
د کورنیو چارو وزیر دا هم نهده رد کړې چې حمله کوونکی ښايي لا هم مسلح وي او نور زیان هم پېښ کړي.
د جرمني خبري اژانس "ډي، پي، اې" په حواله، د اسلامي دولت په نوم وسلهوالې ډلې یا داعش د حملې مسؤلیت اخیستی دی.
په برلین کې د دوشنبې په ماښام د یوه لوی موټر چلوونکی خپل موټر د کرسمس په مناسبت په جوړ شوي مارکېټ کې له خلکو سره وجنګاوه او ګڼ شمېر خلکیې په موټر ووهل.
پولیسو وویل چې په دې پېښه کې ۱۲ تنه ووژل او ۵۰ تنه زخمیان شول.
د پولیسو خبري رسنیو وویل چې له دې پېښې سره په تړاو یو پاکستانی پناه غوښتونکی نیول شوی خو وروستهیې د هغه د ازادۍ خبر ورکړ.
د جرمني د څارنوال دفتر وویل چې په څېړنو کې داسې شواهد نهدي موندل شوي چې له پېښې سره د نیول شوي سړي تړاو ثابت کړی.
پولیسو د پېښې په ځای کې له خلکو غوښتنه کړې چې د حمله کوونکي په نیولو کې مرسته ورسره وکړي او له دې مارکېټه اخیستل شوې هره وېډیو یا عکس ورسره شریک کړي.
د پېښې یوه عیني شاهد خبریالانو ته وویل:
"زه د کرسمس مارکېټ په دروازه کې ولاړ وم چې دروند غږ شو او د مارکېټ ستنې ونړېدې. زه په ځمکه ولوېدم. زه وروسته وپوهېدم چې نور ډېر خلک هم په ځمکه لوېدلي خو هغوی بیا ونهخوځېدل."
د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل دا پېښه ترورېستي حمله وبلله.
هغې وویل چې هېواد بهيې له داسې وېرې سره چې ټولنه فلجوي، ژوند ونهکړي او د جرمني خلک به له ټولو ستونزو سره په ازادۍ، اتحاد او خلاصه فضا کې د اوسېدو لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.
سپینې ماڼۍ دا حمله په شدت وغندله او ویېویل چې داسې وحشتناکې حملې د عادي خلکو د ژوند پر طریقه کېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د روان کال په نومبر میاشت کې امریکايانو ته د سفر بېړنۍ خبرتیا خپره کړه او په ټوله اروپا کې يې د ترورېستي حملو له امکانه خبرداری ورکړ.
دې وزارت د امریکا خلکو ته خبرداری ورکړ چې د کرسمس او نوي کال په وخت کې باید په اروپايي هېوادونو کې د سفر پر مهال له احتیاطه کار واخلي.