د کابل استقلال روغتون کې د سینې سرطان د تشخیص څانګه پرانیستل شوه

Your browser doesn’t support HTML5

د کابل د استقلال روغتون کې د سینې د سرطان د تشخیص څانګه پرانیستل شوه. په اړوندو طبي وسایلو سمبال د سینې د سرطان د څانګې دغه پرانیستې ودانۍ د ایټالیا دولت په مالي ملاتړ په تېرو دوو کلونو کې جوړه شوې ده. په افغانستان کې د ایټالیا سفیر رابرتو کنتونې د پرانیستې په دغو مراسمو کې وویل چې د روغتیا په برخه کې د دوی مرستې به له افغانستان سره دوام ولري.