اروپايي ټولنه وايي چې افغانستان کې د سولې او پخلاینې لپاره فُرصتونه موجود دي چې باید ورڅخه استفاده وشي.
په افغانستان کې د دغې ټولنې سفیر فرانس مایکل مېلېبن وايي چې په دغه هېواد کې د روغې جوړې لپاره د تېرو ټولو ۱۰ کلونو په پرتله یوازې په تېرو ۱۸ میاشتو کې ډېرې هڅې شوې دي.
نوموړي د چهارشنبې په ورځ افغانستان کې د پخلاینې لپاره د راتلونکو تګلارو جوړولو تر نامه لاندې جوړې شوې غونډې ته وویل، که څه هم دا لاره ډېرې لوړې ژورې لري خو د حزباسلامي سره د سولې تفاهملیک لاسلیک ښيي چې په افغانستان کې سوله ممکنه ده.
نوموړي وویل:
"د سولې لپاره د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې لهخوا یو ښه فرصت رامنځته شوی، که څه هم دا لاره ډېره سخته ده، خو په دې برخه کې موږ ډېر زیات فعالیتونه لیدلي تر دې چې د تېرو ۱۸ میاشتو هڅې د تېرو ټولو لسو کلونو څخه ډېرې وې."
نوموړي دې غونډې ته وویل، د حزباسلامي سره د سولې پروسې خلکو ته دا یقین ورکړی چې د نورو ډلو سره هم سوله ممکنه ده خو ټینګار کوي چې دا ټولې هڅې باید یوازې د کاغذ پر مخ نهوي.
اروپايي ټولنه داسې وخت د سولې لپاره شوې هڅې کمسارې بولي چې افغان حکومت شاوخوا درې میاشتې وړاندې د جنګ له یوې ښکېلې ډلې حزباسلامي سره د سولې تفاهملیک لاسلیک کړ.
په دې ډول له طالبانو سره د مخامخ خبرو پیلېدو لپاره د پاکستان، افغانستان، چین او امریکا تر منځ د خبرو لړۍ پیل شوه چې دا هڅې بیا د بېلابېلو دلایلو له امله ځنډېدلې دي.
اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي چې افغانستان کې د سولې او ثبات اهمیت په نړیواله کچه ښه درک شوی او د سولې لپاره افغان دولت هم دراوزې پرانیستې دي.
نوموړي دې غونډې ته وویل، له دې ټولو سره په افغانستان کې جنګېدونکې ډلې د ګاونډي یوه هېواد څخه حمایه کېږي.
ښاغلي عبدالله زیاته کړه:
"په تېرو ۱۵ کلونو کې داسې کوم حالت رانهغی چې زموږ ګاونډی په دې باوري شي، هغه ډلې چې په جنګ کې دي له دې لارې نهیوازې د افغانستان ګټې نهدي تأمین بلکې د ټولو ګټې نهتأمینیږي چې دا بیا یوه بل ډیالوګ ته اړتیا لري، بدبختانه د هغو کسانو چې په افغانستان کې جنګ کوي اوس هم ملاتړ کېږي."
هغه که څه هم مشخص د کوم هېواد نوم وانهخېست خو له دې وړاندې د ورته موضوع په اړه په وار-وار پاکستان تورن شوی دی.
له دې سره اروپايي ټولنه وايي چې د بروکسل په کنفرانس کې په جنګ باندې د سولې د بریالي کېدو په تګلاره ټينګار شوی او په دې برخه کې به د افغانستان لپاره د بېلابېلو هېوادونو تجربې ګټورې تمامې شي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ