سوري ځواکونه د حلب بشپړ نیولو ته نېږدې شوي

ویل کېږي چې د سوریې ځواکونه دې ته نېږدې شوي چې د حلب ښار په بشپړه توګه بېرته ونیسي.

دا به پر یاغیانو چې له ۲۰۱۲ کال راهیسې یې د دې ښار ختیځه برخه په ولکه کې وه، تر ټولو لوی ګوزار وي.

د سوریې ولسمشر بشارالاسد ته وفادار ځواکونه وایي، د حلب ښار د ختیځې برخې په سلو کې نوي سیمو په بېرته نیولو سره په حلب کې جګړه وروستي پړاو ته نېږدې شوې ده.

سوري ځواکونو د حلب پر نوي سلنې برخې کنټرول خپل کړی.

د سوریې د حکومتي ځواکونو دغه بریا د هغوی د کلکو ملاتړو ایران او روسیې په مرسته چې له تېر کال راهیسې یې د اسد په ملاتړ پر یاغیانو هوایي بریدونه پیل کړي دي، ترلاسه شوې ده.

د فرانسپرس خبري اژانس د راپور له مخې د سې شنبې ورځې په سر کې دغو ځواکونو د حلب د زاړه ښار په هغو سیمو کې چې نوې یې نیولي د لټون عملیات پیل کړي دي.

دا خبره د سوریې د بشري حقونو ټولنې کړې ده.

د دغې ټولنې مشر رامي عبدالرحمن فرانسپرس اژانس ته وویل چې د رژیم ځواکونه په بسټن، القصر، کالاصیح، فردوس او نورو څنګلورو سیمو کې چې د دوشنبې په ورځ‌یې نیولي د لټون عملیات مخ ته وړي.

رامي: سوري ځواکونو په نیول شویو سیمو کې د لټون عملیات پيل کړي.

د حلب سقوط به د سوریې په کورنۍ جګړه د یاغیانو لپاره تر ټولو بده ماته وي او حکومت ته د دې امکان ورکوي چې د سوریې پر ټولو لویو پنځو ښارونو کنټرول ټینګ کړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون په حلب کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ملکي وګړو په وړاندې د وحشیانه اعمالو په اړه په خپرو شویو راپورونو ژوره اندېښنه څرګنده کړې او هغه‌یې د خطر زنګ بللی دی.

دا خبره د هغه ویاند سټیفن دویاریڅ د دوشنبې په ورځ وکړه او زیاته‌یې کړه چې که څه هم ملګري ملتونه سمدستي دغه راپورونه په خپلواکه توګه نه‌شي تائیدولی، خو عمومي منشي په دې اړه د جګړې ښکېلو خواوو ته خپله ژوره اندېښنه بیان کړې ده.

ملګرو ملتونو پر ملکي مرګ ژوبلې اندېښنه ښودلې.

د حلب ښار ختیځه برخه پوځ د جولای له میاشتې راهیسې تقریباً په دوامداره توګه محاصره کړې وه.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې د سې شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د حلب په ختیځه برخه کې د زرګونه ملکیانو ژوند له خطر سره مخامخ شوی ځکه د اوسېدو سیمې یې د جبهې په لومړۍ کرښې بدلي شوې دي.

دغې کمېټې ویلي چې په سیمه کې وضعیت ډېر کړکېچن دی، هېڅ خوندي سیمه نه‌شته او په زرګونه کسان چې په جګړو کې را ایثار دي نه‌پوهېږي چې کوم ځای خوندي دی چې ځان ورورسوي.

سور صلیب: په زرګونه کسان په جګړو کې را ایثار دي.

د سوریې د بشري حقونو د ټولنې په وینا اټکل کېږي چې ۱۳۰ زره کسانو به له هغه وخت راهیسې چې پوځ د حلب د ختیځې برخې د بېرته نیولو لپاره عملیات پیل کړي، د یاغیانو تر کنټرول لاندې سیمو نه وتلي وي.