د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي په حلب کې پر خلکو بمباري جنګي جنایت حسابېدلی شي.
په حلب کې د سوریې د دولتي پوځیانو تر بمبارۍ وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري وویل چې دا بمبارۍ د جنګي جنایتونو په توګه حسابېدلی شي.
هغه په پاریس کې د سوریې په اړه له ځينو لوړپوړو اروپايي ډپلوماټانو او د سوریې د دولت له مخالفینو سره تر یوې غونډې وروسته دا خبره رسنیو ته وکړه.
ښاغلي کري وویل د سوریې د دولتي ځواکونو ملاتړي مسکو او هر بل څوک چې وي باید د دغو بمباریو په بندولو کې مرسته وکړي.
نوموړي زیاته کړه:
"د سوریې د رژیم ړندې بمبارۍ چې د جګړې نړیوال قوانین تر پښو لاندې کوي د بشر ضد جنایتونو او جنګي جرمونو په توګه حسابېدلی شي او باید بندې شي، مسکو او یا بل هر چا که ترې ملاتړ کړی وي اوس باید مرسته کړي چې بمبارۍ بندې شي."
د ډسمبر په لسمه د سوریې دولتي ځواکونو د حلب ښار په ختیځو برخو او هغو سیمو کې چې د مخالفینو په کنټرول کې دي تازه هوايي حملې وکړې.
د سوریې د وضعیت په اړه په پاریس کې د غونډې پر مهال د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان مارک ایرولټ د سوریې شپږ کلن کړکېچ یوازې په ډیپلوماتیکو حل لارو ممکن وباله.
د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر بورېس جانسن هم وویل ناممکنه ده چې جګړه دې د سوریې کړکېچ ختم کړي.
د سوریې دولتي ځواکونو چې د روسیې او ایران ملاتړ هم لري له یوې میاشتې راهیسې د حلب ښار په ختیځو برخو سختې حملې پیل کړي او تر اوسهیې د ختیځو برخو ۸۵ سلنه خاوره بېرته له مخالفینو څخه په خپل کنټرول کې راوستې ده.
اخوا د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګور کوناشینکوف پرون وویل چې د سوریې دولتي ځواکونو د ډسمبر په لسمه خپلې حملې بندې کړي څو ملکیان له ښاره ووځي.
نوموړي زیاته کړه:
"د سوریې دولتي پوځیانو حملې بندې کړي چې ملکیان وکولای شي له ښاره ووځي، کله چې ملکیان له ښاره ووتل د سورېې ځواکونه به یو ځل بیا د حلب د ختیځو څنډو د ازادي لپاره عملیات پيل کړي، مخالفین به یا په شاه تمبول کېږي یا به لهمنځه وړل کېږي."
روسي چارواکو دا هم ویلي چې پرون او وړمه ورځ نېږدې پنځوس زره ملکیان په دې توانېدلي چې د حلب له ښاره ووځي.
خو د سوریې د بشري حقونو د څار لندن مېشته ډله وايي، پرون جګړه نهوه درېدلې او لا هم سختې حملې روانې وې.
په سوریه کې له ۲۰۱۱ کال راهیسې چې جګړه پیل شوې د رسمي شمېرو له مخې څه باندې څلور لکه کسان وژل شوي او په لکونو نور هم له خپلو کورونو تېښتې ته اړ شوي دي.
راپور: صفيالله ستانکزی