بغلان کې یوه ځوان خپله جوړه شوې کښتۍ سیند کې وچلوله

Your browser doesn’t support HTML5

بغلان ولایت کې د یوه ځوان له‎خوا جوړه شوې کښتۍ پرون د لومړي ځل لپاره د دې ولایت په سیند کې وچلېده. محمدهمکار د بغلان ولایت یو ځوان دی چې د ۶۰ زرو افغانیو په لګښت او د موټر سایکل دې یوه موټور په ‎واسطه يې یوه درې کسیزه کښتۍ جوړه کړې ده. هغه وايي، که حکومت يې لاس‎نیوی وکړي لویې کښتۍ به هم جوړې کړ‎ي. نوموړی وايي: "زه له حکومته غواړم چې امکانات راته برابر کړي څو وکولای شم د ملت لپاره خدمت وکړم." د بغلان مقاماتو او خلکو د دې ځوان له ابتکاراتو هرکلی کړی او د بغلان والي ورسره ژمنه کړې چې د ابتکاراتو د عملي کولو لپاره به ورته زمینه او اسانتیاوې برابرې کړي.