ناټو غونډه نن سې شنبه د بلجیم مرکز بروکسل کې پیلېږي
Your browser doesn’t support HTML5
د دې دوه ورځنۍ غونډې یوه مهمه موضوع په افغانستان کې امنیت او ثبات ده چې خبرې به پرې وشي.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ تر غونډې یوه ورځ مخکې لا په بروکسل کې وویل چې د غونډې په دوهمه ورځ به د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت له عمومي قوماندان جنرال جان نیکولسن او په افغانستان کې د ناټو له جګپوړي ملکي استازي اسماعیل اراماز سره د افغانستان امنیتي وضعیت وارزوي.