سوري پوځ او ملاتړې ملېشې یې د حلب ښار زړې برخې ته داخل شوي

د سوريې حکومتي ځواکونه او ورسره ملاتړې ملېشې د حلب ښار زړې برخې ته داخل شوي دي.

راپورونه وايې چې حکومتي ځواکونه اوس د حلب په هغو سیمو کې پرمختګ کوي چې د حکومت ضد یاغیانو په کنټرول کې دي.

په همدې حال کې د حلب ښار د حکومت ضد وسله‌والو یوه مشر متحده ایالاتو ته ویلي چې دوی به په حلب کې له خپلو سنګرونو پر شاه نه‌شي.

روسيې غوښتنه کړې ده چې له حلب څخه د وسله‌والو یاغیانو د وتلو لپاره غواړي له امریکا سره خبرې وکړي.

خو د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې پر حلب د شدیدې بمبارۍ او پراخو ځمکنیو عملیاتو په نتیجه کې به ښايي حکومت ضد وسله‌وال په نهایت کې اړ شي چې له دې ښار پر شا شي.

د ملګرو ملتونو په وینا د حلب ښار په هغو سیمو کې چې د حکومت ضد یاغیانو په کنټرول کې دي لسګونه زره ملکیان بند پاتې دي.

د حلب ښار د وسله‌والو یاغیانو یوه مشر زکریا ملحفجي روېټـرز اژانس ته ویلي:

"موږ امریکایانو ته په ډاګه کړې ده چې موږ حلب ښار نه‌شو پرېښودی، موږ خپل کور د نظام له‌خوا تمویل او تجهیز شویو ملېشو ته نه‌پرېږدو."

متحده ایالاتو تر اوسه له حلب څخه د یاغیانو د وتلو په اړه د روسيې له‌خوا د خبرو د وړاندیز په اړه کومه تبصره نه‌ده کړې.

بل لور ته ټاکل شوې ده چې نن د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په حلب کې له خپل لوري د ۷ ورځني اوربند په اړه د یوه پرېکړه‌لیک مسوده وړاندې کړي.

ټاکل شوې امنیت شورا په دې اړه یو پرېکړه‌لیک مسوده وړاندې کړي.

دا لا نه‌ده معلومه چې د ویتو حق لرونکي روسیه به د امنیت شورا دا پرېکړه‌لیک ومني او که څنګه.

د سوريې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن دي مېستورا وايي، ښايي څه د پاسه یو لک ملکي وګړي د حلب ښار په هغو سیمو کې بند وي چې د حکومت ضد وسله‌والو په لاس کې دي.

دي مېستورا: ښايي د وسله‌والو تر کنټرول لاندې سیمو کې یو لک کسان بند پاتې وي.

خو د سوريې د بشري حقونو ډله چې مرکز يې په لندن کې دی د دغو ملکیانو شمېر له دوه لکو زیات ښيي.