ولسمشر غني او ټرمپ پر دوه اړخیزو اړیکو ټلیفوني خبرې کړي

د افغانستان جمهوري ریاست وایي چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان له جمهور رئیس اشرف غني سره پر دوه اړخیزو اړیکو او له ترورزم سره د مبارزې په اړه خبرې کړې دي.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه پال نن په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"دوی د تروریزم په څرګنوالي باندې چې یوشمېر هېوادونه لاهم د تروریزم ملاتړ کوي په دې هم خبرې شوي دي، همدارنګه د افغان امنیتي قواو وړتیاوې ستایل شوي دي او د امریکا نوي ولسمشر ژمنه کړې چې دوی به د افغان ځواکونو تجهیز او روزنې په برخه کې هڅې زیاتې کړي. "

په همدې حال کې د ټرمپ ډلې ویلي دي چې دواړو مشرانو پرون په ټلیفون خبرې کړې دي او دوی ژمنه وکړه چې له ترورزم سره په مبارزه کې به له نژدې همکاري کوي.