چین د افغانستان او پاکستان ترینګلي اړیکې جوړول غواړي

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو تر ترینګلتیا وروسته چین غواړي د دغو اړیکو د ښه کېدو لپاره منځګړتوب وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د پنجشنبې په ورځ د حکومت له اجرائیه رئیس سره په لیدنه کې غوښتي چې افغانستان له پاکستان سره اړیکې ښې کړي.

د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي ازادي راډیو ته وویل، دغه چیني چارواکي ویلي چې پاکستان هم لېواله دی چې له افغانستان سره خپلې اړیکې ښې کړي.

د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي

ښاغلي رحیمي زیاته کړه:

"چیني لوری د دې غوښتنکې و چې دواړه هېوادونه د چین د ملګرو په توګه باید په خپل منځ کې ښې اړیکې ولري او ټینګار یې وکړ چې پاکستان لېوالتیا ښودلې هغه د اوسپنې پټلۍ چې له پاکستان نه راځي د افغانستان لوري ته وغځېږي، هغه سړکونه چې کویټه له کندهار سره او همدا راز هغه سړکونه چې تورخم له جلال‎اباد سره نښلوي څو چین د یوې لارې او یو کمربند سټراتېژیک رول ولوبوي."

ښاغلي رحیمي وویل، د افغان حکومت اجرائیه رئیس په ځواب کې ترې غوښتي چې له خپل نفوذه په استفادې له پاکستان وغواړي چې د ترورېزم پر وړاندې په مبارزه کې صادقانه همکاري وکړي.

له دې مخکې د چین د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کانګ زین یو له ولسمشر محمد اشرف غني سره په کتنه کې وړاندیز کړی و چې په سیمه کې د اقتصادي اړیکو د پراختیا په هدف دی د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ درې اړخېزې ناستې ترسره شي.

کابو اووه میاشتې مخکې کابل کې د لوړ پوړو چارواکو د ساتونکو پر ریاست، د افغانستان پر امریکايي پوهنتون او تر یو شمېر نورو تروریستي حملو وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې خړې پړې شوې.

افغان چارواکو ویلي چې د افغانستان پر وړاندې تروریستي حملې پاکستان کې طرح او پلانېږي د پاکستان په منځګړیتوب د سولې مذاکرات یې ودرول او له هغه هېواد سره یې سوداګریزې اړیکې هم راکمې کړې.

په ورته وخت کې د نړیوالو اړیکو کارپوه طاهر هاشمي وايي، پاکستان دا هڅې د دې لپاره کوي چې د نړیوالو له فشارونو او انزوا څخه خلاص شي.

هغه وویل، پاکستان د دې لپاره چې یو ځل بیا د افغانستان په سیاسي او اقتصادي موضوعاتو کې ښکیل شي له چینه یې غوښتي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو غوښتونکی شي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه طاهر هاشمي

ښاغلي هاشمي زیاته کړه:

"فکر کوم چې دا کار د پاکستان په نوښت شوی او له چین سره یې اړیکې نیولي دي نو ځکه د خپل او چین د اقتصادي ګټې لپاره زمینه برابروي څو بیا افغانستان ته لاره ومومي او له اقتصادي پلوه پام جلب کړي او پاکستان هم خپلې اقتصادي اړیکې نوي کړي او هم د افغانستان مسائلو ته ورګډ شي چې له یوه مودې نه ترې لېرې دی."

چین داسې مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو غوښتنه کړې چې ولسمشر محمد اشرف غني د چهارشنبې په ورځ د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره په کتنه کې ویلي چې افغانستان نور د تروریستي حملو حوصله نه‎لري.

د جمهور رئیس د ویاند یوه مرستیال پرته له دې چې د پاکستان نوم واخلي ازادي راډیو ته ویلي، که هر هېواد د افغانستان پر ضد د ترورېزم ملاتړ ته دوام ورکړی دغه هېواد به یې پر وړاندې د نورو لارو سربېره پر نظامي لارې هم غور وکړي.

عبادالله حنان زی