د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۱

چینایي پلاوی: اقتصادي دهلېزونو لپاره دې ۳ اړخیزې خبرې پیل شي


په کابل کې چینایي پلاوي د افغانستان ولسمشر ته په سیمه کې د اقتصادي پرمختګ لپاره د پاکستان په ګډون د ګډو غونډو وړاندیز وکړ.

د چین بهرنیو چارو وزارت د مرستیال په مشرۍ پلاوی وایي چې د سیمې هېوادونو د اقتصادي دهلېزونو او همکاریو لپاره دې د پیکنګ، کابل او اسلام‎اباد تر منځ درې اړخیزې خبرې پیل شي.

دا خبره کابل کې د چین بهرنیو چارو مرستیال وزیر کانګ زینیو او ورسره پلاوي په ارګ کې له ولسمشر اشرف غني سره د کتنې پر مهال پرون مازیګر وکړه.

کانګ زینو وویل، افغانستان د چین د اقتصادي کمربند لپاره حیاتي ارزښت لري او د پیښور-کابل او کوټې د اورګاډي د کرښې او د سیمې د هېوادونو د اقتصادي همکاریو په اړه دې د چین، افغانستان او پاکستان تر منځ غونډې وشي.

ولسمشر اشرف غني د دې وړاندیز هرکلی وکړ او زیاته‌یې کړه چې د اقتصادي دهلېزونو او همکاریو مذاکرات دې په سر کې درې اړخیز وي او بیا دې د تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان په ګډون د منځنۍ اسیا نور هېوادونه او ایران هم په‎کې شامل شي.

د چین بهرنیو چارو مرستیال وزیر په مشرۍ پلاوي وویل چې پیکنګ له افغانستان سره پر خپلو راتلونکو همکاریو فکر کوي او ډېر ژر به‌یې اعلان کړي.

​دغه خبره کانګ زینیو تېره ورځ د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي سره په خبري غونډه کې هم وکړه او ویې‌ویل:

"د دواړو هېوادونو اړیکې دوستانه او په ښو مناسباتو ولاړې دي او تمه ده چې په نېږدې راتلونکي کې موږ په افغانستان کې د یو لړ پروژو شاهدان واوسو او چین به له افغانستان سره خپلې مرستې دوامدارې وساتي."

د چین پلاوي له ولسمشر اشرف غني، د بهرنیو چارو له وزیر صلاح‌الدین رباني او د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي سره د خبرو پر مهال د ترورېزم ضد جګړې برخه کې پر ګډې مبارزې ټینګار وکړ او ترهګري یې د سیمې او نړۍ لپاره ستر ګواښ وباله.

XS
SM
MD
LG