اوچقون: تر حزب اسلامي وروسته د ملارسول ډلې سره مذاکرات کوو

د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، د حزب اسلامي پر مشر ګلبدین حکمتیار د بندیزونو تر لیرې کېدو وروسته به د ملا رسول په مشرۍ د طالبانو له جلا شوې ډلې سره د سولې خبرې پیل شي.

د سولې عالي شورا وایي، د ملا رسول په مشرۍ د طالبانو له بېلې شوې ډلې سره د سولې د مذاکرو د پیلېدو په تړاو ښې خبرې په مخ کې دي.

د دغې شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون د یکشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره خبرو کې هیله څرګنده کړه چې یاده ډله سولې ته لیوالتیا لري.

ښاغلي اوچقون وویل، له حزب اسلامي سره د سولې د تړون د موادو تر تطبیق وروسته به د ملا رسول له ډلې سره هم خبرې وشي.

اوچقون: د ملا رسول په مشرۍ جلا شوې ډله خبرو ته باورمنه ده.

نوموړي زیاته کړه:

"د ملا رسول په مشرۍ جلا شوې ډله هم خبرو ته باورمنه ده او د سولې عالي شورا هم پرېکړه کړې چې له حزب اسلامي سره د شوي توافق د موادو تر عملي کېدو وروسته، له دغې ډلې سره چې د طالبانو یوه لویه ډله جوړوي، هم خبرې پیل کړي."

نوموړي وویل، له حزب اسلامي سره د سولې د بهیر بریالیتوب کولای شي د اعتماد جوړونې لپاره نورو وسله‌والو ډلو ته یوه نمونه وي.

د ملا رسول جلا شوې ډلې له دې مخکې هم له افغان حکومت سره سولې ته له خپل لوري لېوالتیا ښودلې وه.

د ملارسول په مشرۍ د طالبانو د بېلې شوې ډلې مرستیال او ویاند ملانیازی.

​د دغې ډلې مرستیال او ویاند ملا منان نیازي د روان کال غبرګولي میاشت کې په یوه غږیز پیغام کې ویلي و، که بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي نو دغه ډله چمتو ده چې سوله وکړي.

خو د سولې عالي شورا سولې ته د ملا هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د بلې ډلې د چمتووالي موضوع یو چل یاد کړ او ویې‌ویل چې دغه ‌ډله د پاکستان تر نفوذ لاندې ده او تر څو چې دغه هېواد ونه‌غواړي، له یادې ډلې سره به د سولې د مذاکراتو پیلول عملي نه‌شي.

د چارو کارپوه کبیر رنجبر په دې باور دی چې د سولې له بهیر سره د ملا رسول د ډلې یو ځای کېدل به د هېواد پر امنیت مثبت اغېز وکړي.

رنجبر: د ملارسول ډلې یوځای کېدل به پر امنیت مثبت اغېز ولري.

نوموړي زیاته کړه:

"د ملا رسول بېلې شوې ډلې له مخکې نه ځينې نښې ښودلې وې چې افغان دولت ته نېږدېوالی او سولې ته چمتووالی ښیي، ملا رسول له سولې پرته بله لاره نه‌لري ځکه دوی د پاکستان له هغه ملاتړه محروم دي چې پاکستان‌یې له نورو طالبانو کوي او ډېر امکان شته چې دغه ډله واقعاً د سولې له بهیر سره یوځای شي."

ښاغلی رنجبر زیاتوي، که حکومت د مشخصو استخباراتي او امنیتي ارګانونو له لارې د ملا هبت‌الله د ډلې له قوماندانانو سره هم خبرې وکړي نو دا به له یادې ډلې سره هم د سولې په برخه کې یوه لاسته راوړنه وي.

راپور: سحرګل امیرزی