د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۱

منصوردادالله له طالبانو څخه د جلاکېدو لاملونه روښانه کړي


د ملامحمدرسول په مشرۍ د وسله والو طالبانو د یوې جلا شوې ډلې مرستیال منصور دادالله په یوه تازه پیغام کې هغه دلیلونه روښانه کړي چې په اساس يې دی او ملګري د اخترمحمد منصور په مشرۍ له طالبانو ډلې څخه جلا شوي دي.

منصور دادالله ویلي چې د افغان حکومت سره مذاکرات، له القاعده ډلې څخه جلاکېدل او د طالبانو د پخواني وژل شوي قوماندان ملا دادالله د وژل کېدو په تړاو د ځنېو کسانو نه محاکمه د اختلافاتو اساسي ټکي دي.

منصوردادلله چې ویل کیږي د زابل په خاک افغان ولسوالۍ کې له طالبانو څخه د یوې جلا شوې ډلې مشري کوي رسنیو ته په استول شوي پیغام کې د اختلافاتو اساسي ټکي بیان کړي دي.

منصورداد لله ادعا کوي چې د اخترمحمد منصور په مشرۍ طالبانو له افغان حکومت سره د مذاکراتو اراده درلودل او دی نه غواړي چې له افغان حکومت سره مذاکرات وکړي.

منصوردادالله دغه راز زیاتوي چې اخترمحمد منصور او ملګري يې ځان له القاعده څخه جلا بولي چې د ده په وینا د القاعده او نورو اسلامي ډلو سره باید ملګرتیا پرې نه شي.

منصوردادالله د اختلاف درېیم دلیل د ده د ورور ملا دادالله د وژل کېدو په تړاوو د طالبانو په ډله کې دننه د ځنېو کسانو نه محاکمه یاده کړې چې په وینا یې د دغه کسانو په همکاري ملا دادالله ووژل شو.

منصوردا دالله د دغه کسانو نومونه نه دې یاد کړې خو زیاته کړې یې ده چې دغه کسان د ملا دادالله تر وژل کېدو وروسته وپېژندل شول.

د طالبانو د مشرتابه په سر د اختلافاتو په ترڅ کې ملا محمدرسول خپل ځان د طالبانو د جلا شوې ډلې مشر اعلان کړی.

ملا بازمحمد حارث، ملامنصور دادلله، ملاعبدالمنان نیازی او ملاشیرمحمد اخوندزاده د ملارسول د مرستیالانو په توګه انتخاب شوي.

د دغه ډلې مشرانو وړمه ورځ د هرات په شنډنډ ولسوالۍ کې غونډه وکړه او خپل سیال ملااخترمحمد منصور او هغه ته نږدې کسان یې اسلام ضد کسان وبلل.

د یادولو وړ ده چې د تېروڅو ورځو راهېسې د طالبانو د دغه دوو ډلو ترمنځ د زابل په خاک افغان او ارغنداب ولسوالیو کې جګړې دوام لري.

چارواکي په دغه جګړو کې د دواړو ډلو د شاوخوا سلو کسانو د وژل کېدو او ټپي کېدو خبر ورکوي.

راپور: محمدصادق رښتینی

XS
SM
MD
LG