کلیمزی: نوي کمېشنران دې د ولسي جرګې انتخاباتو نېټه مشخصه کړي

د مشرانو جرګې اداري پلاوی وایي، د انتخاباتي کمېسیونونو نوي کمېشنران باید ژر تر ژره د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو نېټه مشخصه کړي.

یاده جرګه وايي، نوي کمېشنران باید د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو د څرنګوالي په هدف یوه مناسبه طرحه جوړه کړي.

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال حسیب‌الله کلیمزي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دغه طرحه باید د نړیوالو معیارونو سره برابره او د تصویب په هدف جمهوري ریاست ته ولېږل شي.

کلیمزی: دغه طرحه باید ریاست جمهوري ته هم وړاندې شي.

نوموړي زیاته کړه:

"په لومړي سر کې باید د انتخاباتو د تکمیلېدو او ترسره کېدو لپاره طرحه جوړه او وخت وټاکي، دغه طرحه باید ریاست جمهوري ته هم وړاندې شي او د بودجې د تدارکاتو لپاره باید د نړیوالو دوستانو ملاتړ هم ترلاسه شي."

ټاکل شوې وه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات د ۱۳۹۴ کال په پسرلي کې شوي وی، خو په انتخاباتي سیسټم کې د اصلاحاتو د نه‌عملي کېدو په خاطر لا هم دغه انتخابات نه‌دي شوي.

د انتخاباتي کمېسیونونو لپاره نویو کمېشنرانو د سې شنبې په ورځ لوړه پر ځای کړه.

د انتخاباتو د کمېسیون لپاره اووه او د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون لپاره پنځه کسان ټاکل شوي دي.

ولسمشر غني ټینګار کړی چې دغه نوي کمېشنران دې د شفافیت په رامنځته کولو سره د خلکو باور لاسته راوړي.

اخوا د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون پخواني رئیس عبدالستار سعادت په خپلې فېسبوک‌پاڼه کې لیکلي، هغوی چې په غیر عادلانه او نامؤجه توګه د دې کمېسیون د غړو د کار موده لنډه کړه، خپل تاریخ ته‌یې تاوان واړوه او که کله تاریخ د صادقو او بې‌پرې خلکو په لاس ولیکل شو، زموږ په اړه به قطعاً ناسم قضاوت ونه‌کړي.

په ورته وخت کې حقوقي کارپوه کبیر رنجبر وایي، د انتخاباتي کمېسیونونو نوي غړي باید د انتخاباتو د نېټې د معلومولو لپاره ټول مکلفیتونه او اماده‌ګۍ ونیسي.

رنجبر: دوی باید د ولسي جرګې انتخاباتو نېټه وټاکي.

نوموړي زیاته کړه:

"تر ټولو دمخه دوی باید د ولسي جرګې د انتخاباتو نېټه تعیینه کړي، وروسته باید تقسیم اوقات جوړ کړي چې انتخابات له کوم ځایه پیلوي، لومړیتوب څه شی لري."

په انتخاباتي سیسټم کې اصلاحات د ملي وحدت حکومت د جوړېدو لپاره د دواړو مشرانو د سیاسي هوکړه‌لیک له مهمو ژمنو څخه وو.

خو د انتخاباتو د تر سره کېدو لپاره لا هم مهم کارونه په مخ کې دي چې د الکټرونیکي تذکرو وېش یو له دغو کارونو څخه بلل کېږي.

راپور: محمد قسیم سوله‌مل