کابل کې د شیعهګانو پر یوه جومات له برید وروسته چې مسؤلیتیې داعش ډلې پر غاړه اخیستی د حج او اوقاف وزارت وايي، داعش ډله هڅه کوي چې د سني او شیعه تر منځ مذهبي تفرقې رامنځته کړي.
د دغه وزارت مرستیال داعيالحق عابد د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د افغانستان د شیعهګانو او سنیانو تر منځ به هېڅکله هم مذهبي تفرقې او اختلافات رامنځته نهشي.
ښاغلی عابد وايي:
"موږ ګورو چې له یوه کال راهیسې ځینې کړۍ د شیعهګانو پر مذهبي اماکنو د بریدونو له لارې غواړي د سنیانو او شیعهګانو تر منځ اختلافات رامنځته کړي، زما باور دا دی، که تېر نظر ولرو دا برنامې پایله نهلري او د افغانستان خلک په خاصه حنفي او جعفري دوستانه اړیکې سره لري او دغه اړیکې به دوام کوي."
د دوشنبې په ورځ یوه ځانمرګي بریدکوونکي د کابل ښار د شپږمې حوزې اړوند د شیعهګانو په یوه جومات کې ځان ته چاودنه ورکړه چې په ترڅ کې یې له ۳۰ څخه زیات کسان ووژل شول او نېږدې ۹۰ تنه نور ټپیان شول.
د دغه برید مسؤلیت داعش ډلې په غاړه اخیستې.
په نېږدې دوو میاشتو کې دا دوهم برید دی چې ترسره کېږي، د محرم میاشتې په لسمه هم د کابل ښار په سخي زیارت کې د شیعهګانو پر مراسمو برید وشو.
له دې مخکې هم افغانان د داعش او نورو وسلهوالو ترورېستي ډلو لهخوا د دا ډول بریدونو شاهدان وو.
د مشرانو جرګې غړي محمد اصف صدیقي ازادي راډیو ته وویل، داعش ډله د خپلې ګټې لپاره مذهبي سیمې په نښه کوي څو له دې لارې د خلکو تر منځ وېره خپره کړي.
د ښاغلي صدیقي په خبره، مذهبي شخړه چې په افغانستان کې د داعش ډلې له اهدافو څخه ده دلته نهشي رامنځته کېدای.
دی وايي:
"هغه شوم او افراطي اهداف چې په افغانستان کې لري غواړي د افغانانو تر منځ نفاق او اختلافات رامنځته کړي، یعنې دا چې شیعه خلک په نښه کوي څو د افغان ملت تر منځ وېره خپره کړي او له دې لارې خپلو اهدافو ته د رسېدلو زمینه برابره کړي."
په ورته وخت کې د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان خلک د داعش پر وړاندې په مبارزه کې له حکومت سره متحد دي.
ښاغلی مرتضوي وايي:
"داعش ډله چې د هر ملیت تر نامه لاندې په هر هدف دا ډول جنایتونه ترسره کوي خپلو اهدافو ته نهشي رسېدای، د افغانستان خلک له خپلې پوهې څخه په استفادې د دغې پدېدې پر وړاندې د افغان حکومت تر څنګ ولاړ دي او له دا ډول ډلو سره مقابله کوي."
له دې مخکې د اجرائیه رئیس دوهم مرستیال او په افغانستان کې د شیعهګانو یو تن مشر محمد محقق ازادي راډیو ته ویلي و چې دا ډول بریدونه نهشي کولای د مذهبي اختلافاتو لامل شي.
هغه د هرات برید ته په اشارې ویلي چې داعش ډله نهیوازې پر شیعهګانو بلکې پر سُنیانو هم بریدونه کوي.
ښاغلي محقق د دا ډول بریدونو عاملان تکفیري ډلې او احمقان یاد کړي.
راپور: عبادالله حنانزی