د افغانستان حکومت په کابل کې د شیعهګانو پر جومات "باقرالعلوم"د پرونۍ حملې په اړه وايي چې وسلهوالو په ډېرو سیمو کې ماته خوړلې او له دې امله پر سپېڅلو ځایونو حملې کوي.
په دې حمله کې لږ تر لږه ۳۰ تنه ملکي وګړي ووژل او تر ۸۰ زیات زخمیان شول.
د افغانستان حکومت وايي چې پر سپېڅلو ځایونو حملې په دې هېواد کې د بېلابېلو مذهبونو د پلویانو تر منځ نفاق نهشي اچولای.
د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر یوه مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي پرون دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان امنیتي ځواکونه له ۳۰ وسلهوالو ډلو سره په جګړه کې ښکېل دي او هغوی یې کمزوري کړي نو له دې امله د مذهبي مراسمو پر سیمو او سپېڅلو ځایونو حملې کېږي.
شاه حسین مرتضوي زیاته کړه:
"وسلهوال په بېلابېلو ولایتونو کې د جګړې په ډګر کې له ماتې سره مخامخ شوي دي. هغه هڅې چې وسلهوالیې د مذهبي تشدد رامنځته کولو لپاره کوي، هېڅکله بري ته نهشي رسېدلای. ټول افغانان په یوه غږ دا پېښه غندي."
د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي چې پر باقرالعلوم جومات او مدرسه وروستۍ حمله خونړۍ وه او له املهیې لږ تر لږه ۳۰ جسدونه او ۸۵ زخمیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د "اعماق" په نوم یوه خبري سرچینه چې وسلهوالې ډلې يې چلوي، وایي چې په دې انتحاري حمله کې لږ تر لږه ۱۶ کېلو ګرامه چاودېدونکي مواد کارول شوي وو.
د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائيه ریاست مرستیال محمد محقق دا حمله په شدت غندلې او پر خلکو یې د احتیاط کولو غږ کړی دی.
ښاغلي محقق زیاته کړه:
"دا دښمنان د پخوا په پرتله زیات جاهل دي. دا هغه دښمنان دي چې تازه راپیدا شوي دي. هغوی پر عادي خلکو حملې کوي یعنې داسې نهدي چې د حکومت یا حکومتي ځواکونو پر ضد فعالیت وکړي، بلکې خلک په نښه کوي. دا د بشریت دښمنان دي. "
په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندانۍ، کابل کې د امریکا سفارت، کابل کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي دفتر او د بخښنې نړیوال سازمان په کابل کې پرونۍ حمله په شدت غندلې ده.
په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو ګډ قوماندان جنرال جان نېکلسن ویلي چې په دې حمله کې د ملکي وګړو قتل څرګندوي چې حمله کوونکي احساس نهلري.
نېکلسن په یوه خبرپانه کې افغانانو ته ډاډ ورکړی چې ناټو تړون بهیې څنګ ته ولاړ وي او د باثباته افغانستان جوړولو لپاره هڅې به جاري وساتي.
په کابل کې د حملې مسؤلیت د سُني وسلهوالو ډلې، داعش منلی دی.
د کابل پوهنتون استاد احمد ضیا رفعت وايي چې افغانستان کې د شیعهګانو او سُنیانو تر منځ د نفاق لپاره هڅې تل ناکامې شوي دي.
احمدضیا رفعت زیاته کړه:
"شیعه مشرانو په تېر کې دا کار کړی او ښه ده چې راتلونکې کې هم دا کار وکړي چې د تفرقې اچولو داسې هڅې له سُني افغانانو سره ونهتړي. سُني رهبران هم باید خپل دا کار جاري وساتي چې داسې پېښې محکومې کړي. "
کابل کې پرونۍ پېښه په روان کال کې پر شیعهګانو درېیمه حمله ده.
روان کال د عاشورا په مراسمو کې په وسلهواله حمله کې ۱۴ تنه شیعهګان ووژل شول.
څو میاشتې وړاندې په کابل کې د جنبش روشنايي د پلویانو په لاریون کې د انتحاري حملو له امله لږ تر لږه ۸۰ تنه شیعهګان ووژل شول.
پینځه کاله مخکې هم د عاشورا په مراسمو کې په انتحاري حمله کې لږ تر لږه ۷۵ تنه وژل شوي وو.
Your browser doesn’t support HTML5