کاووسي: د کابل له انتحاري حملې روغتونونو ته له ۳۰ زیات وژل شوي وړل شوي
Your browser doesn’t support HTML5
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د کابل له نننۍ انتحاری حملې څخه د ښار بېلابېلو روغتونونو ته له ۳۰ څخه زیات وژل شوي او له ۸۵ زیات ټپیان وروړل شوي دي.
یاده انتحاري حمله د دوشنبې په ورځ شا اوخوا ۱۲ بجې د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د باقر العلوم مدرسې د جومات دننه رامنځته شوه.
ویډیو اوایډیټ: الیاس صالح