بېسوادي او کمسوادي لاتر اوسه هم په افغانستان کې یوه لویه ستونزه ده.
یونېسکو یا د ملګرو ملتونو علمي او فرهنګي سازمان وايي ۱۱ میلیونه افغانان اوس هم له کمسوادۍ څخه کړېږي.
دغه سازمان وايي د شمېرو له مخې یوازې ۳۴ په سلو کې نارینه او ۱۸ په سلو کې ښځینه له کافي سواده برخمن دي.
په افغانستان کې د دغې ادارې استازې پترېشیا مېک فیلیپس د یکشنبې په ورځ په کابل کې وویل، په کلیو کې ۹۰ په سلو کې ښځې او ۶۰ په سلو کې نارینه سواد نهلري او اړتیا ده چې په دې برخه کې کار وشي.
فیلیپس زیاتوي:
"په افغانستان کې بېسوادي له محرومیتونو او بېوزلۍ سره مترادف پاتې دي په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د سواد د زدهکړو په برخه کې لاسته راوړنې وې، خو زیات کار ته اړتیا شته، یونېسکو له افغان حکومت سره په دې برخه کې همکاري کوي، څو نارینه او ښځو ته د زدهکړو زمینه برابره کړي او د سولې په برخه کې به ژمن پاتې شي."
مېرمن فیلیپس دا څرګندونې د سواد د زدهکړې برخه کې د ځینو مؤسسو لهخوا د مېډال د ورکړې په مراسمو کې وکړې.
د سنايي مؤسسه وتوانېده چې د بيبي ګل غني په نامه مېډال خپل کړي.
یونېسکو یا د ملګرو ملتونو علمي او فرهنګي سازمان د ولسمشر مېرمن بيبي ګل غني په افغانستان کې د سواد د زدهکړې برخه کې د سفیرې په توګه نومولې ده.
په ورته وخت کې بيبي ګل غني وايي، د اسلام دین د علم زدهکړه په ټولو فرض کړې ده او افغانان باید زیار وباسي، څو باسواده شي او په هېواد کې له بېسوادۍ او ناپوهۍ سره مبارزه وکړي.
تر دې وړاندې د افغانستان د پوهنې وزارت ویلي و هغه ماشومان چې له شپږم ټولګي ښکته درس لولي لیکل او لوستل نهشي کړای.
د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي که څه هم د ولسي جرګې لهخوا سلب صلاحیت شوی په همدې غونډه کې یې وویل، وزارت په دې برخه کې زیاتې هڅې کړي، خو د هغه په خبره اوس هم ۶۰ په سلو کې افغانان چې ۸۰ په سلو کې یې ښځینه جوړوي، بېسواده دي.
دی وايي:
"دا مهال په ټول هېواد کې شاوخوا د سواد د زدهکړې ۱۵ زره مرکزونه لرو چې پنځه لکه زدهکوونکي پهکې په زدهکړو بوخت دي، خو د ناامنۍ او اقتصادي ستونزو له امله ټول نهفارغېږي."
په ورته وخت کې د افغانستان د پوهنې وزارت وايي چې د سواد د زدهکړې لپارهیې د ملي بسیج طرحه چمتو کړې او ډېر ژر به د تصویب لپاره کابینې ته واستول شي.
د دغه وزارت د مسؤلینو په وینا دغه طرحه به په دولتي ادارو کې اجباري وي او هڅه به وشي چې په افغانستان کې د بېسوادۍ ستونزه حل شي.
راپور: رحمتالله افغان