د افغانستان مشرانو جرګه وايي، د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وروستۍ څرګندونې نه د روسیې او نههم د افغانستان او سیمې په خیر دي او هم د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده.
د دې جرګې غړو د یکشنبې ورځې په عمومي غونډه کې له حکومته وغوښتل چې په دې اړه څرګند او روښانه دریځ غوره کړي.
د مشرانو جرګې رئیس فضلالهادي مسلمیار د ضمیر کابلوف څرګندونې وغندلې او زیاتهیې کړه، هر هېواد چې له طالبانو سره اړیکې لري د افغانستان دښمن دی.
ښاغلي مسلمیار زیاته کړه:
"حکومت دې په دې اړه خپل دریځ روښانه کړي او هغه معلومات چې لري یې د کابلوف له څرګندونو وروسته دې له روسي چارواکو سره شریک کړي او د روسانو پخوانی تاریخ دې هم ورته بیان کړي، څو د افغانستان په چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي، زه د مشرانو جرګې په استازیتوب د کابلوف څرګندونې غندم طالبان د افغانستان دښمنان دي د افغانانو له دښمنانو سره اړیکې له افغانانو سره دښمني ده."
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي د ترکیې له انادولو خبري اژانس سره په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې روسیه له طالبانو سره په تماس کې ده.
ضمیر کابلوف ویلي طالبان د هغو کسانو پر ضد جنګېږي چې دوی په سوریه کې ورسره په جګړه کې دي او همدا لامل دی چې زموږ ګټې سره نېږدې کوي.
د افغانستان د مشرانو جرګې غړي وايي چې د سیمې د هېوادونو نیابتي جګړې په افغانستان کې پر مخ وړل کېږي چې باید دغه هېوادونه ورڅخه لاس واخلي.
د دغې جرګې غړی نثار حارس د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې وویل:
"افغان حکومت په جریان کې نهدی، خو روسیې اعلان کړی چې له طالبانو سره خبرې په جریان کې دي، د روسیې په ګډون د سیمې هېوادونه په افغانستان کې نیابتي او استخباراتي جګړه پر مخ وړي، د افغانستان په چارو کې هر ډول مداخله د افغانستان په جغرافیه باندې تیری دی."
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د افغان حکومت نظر هم راواخلو، خو د مشرانو جرګې د غړو د وروستیو څرګندونو په اړهیې له خبرو ډډه وکړه.
څو ورځې وړاندې د بهرنیو چار وزارت ویاند شکیب مستغني ازادي راډيو ته په دې اړه داسې ویلي و.
"د هغو ډلو سره چې تلیې افغانان د ترورېستي حملو هدف ګرځولي د هر ډول اړیکو جوړول او ملاتړ په اوږد مهال کې د سیمې لپاره په خطر بدلېږي چې هېڅ هېواد بهیې له زیانه په امن کې پاتې نهشي، له دې وړاندې هم چې رسنیو په دې اړه څه خپاره کړي او موږ دا موضوع له روسیې سره شریکه کړې د هغه هېواد چارواکو رد کړې ده."
ښاغلی مستغني ټینګار کوي د سیمې هغه هېوادونه چې د افغان ولس له دښمنانو سره همکاري کوي د سیمې لپاره به خطرناک عواقب ولري.
راپور: رحمتالله افغان