ډونالډ ټرمپ د خپلې کابینې د مهمو غړو ټاکل پیل کړي

د متحده ایالاتو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې کابینې د مهمو غړو په ټاکلو پیل کړی دی.

نوموړي تېره ورځ د امریکا د مرکزي استخباراتو یا «سي. ای. اې» مشر،د ملي امنیت سلاکار او لوی څارنوال ونومول.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ په یوې اعلامیه کې وویل چې د ګانګریس جمهوريپال غړی «مایک پومپیو» يې د «سې. ای. اې.» د مشر، متقاعد «جنرال مایکل فلین» د ملي امنیت د سلاکار او سناتور «جیف سیشینس» د امریکا د لوی څارنوال په توګه نومولي دي.

د «سې. ای. اې» یا د امریکا د مرکزي استخباراتو لپاره نومول شوی «مایک پومپیو» او د لوی څارنوالۍ د پوسټ لپاره «جیف سیشینس» باید د کانګریس د سنا د مجلس د اکثریت غړو تائید ترلاسه کړي او د ملي امنیت د سلاکار په توګه نومول شوي مایکل فلاین د سنا تائید ته اړتیا نه لري.

ډونالډ ټرمپ ویلي د «سي. ای. اې» د مشرۍ لپاره نومول شوی پومپیو به یو برجسته او کلک رهبر وي.

مایک پومپیو د جمهوري غوښتونکو د ښي اړخې څانګې غړی دی او په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د کانګریس د استازو مجلس ته منتخب شوی دی.

۵۲ کلن پومپیو د ایران او د ۶ نړیوالو قوتونو د اټمي موافقې سرسخت مخالف دی.

منتخب ولسشر ډونالډ ټرمپ ویلي، دی خوښ دی چې د ملي امنیت د سلاکار په توګه متقاعد جنرال مایکل فلین له ځانه سره لري چې د ده په خبره د سخت دریځه اسلامي تروریزم په ځپلو کې به مرسته وکړي.

ټرمپ او مایکل فلین

۵۷ کلن مایکل فلین تر دې مخکې له ۲۰۱۲ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د دفاعي استخباراتو د اجنسۍ مشري کړې ده.

د لوې څارنوالۍ لپاره د ډونالډ ټرمپ انتخاب ۶۹ کلن جیف سیشینس د سنا د مجلس له محافظه کارو غړو څخه دی چې د پولو د امینت او غیر قانوني کډوالې پر وړاندې ډیر سخت دریځ لري.

جیف سیشینس د امریکا د کانګریس لومړنی غړی و چې د امریکا ولسمشرۍ ته يې د ډونالډ ټرمپ له کاندیداتورۍ ملاتړ اعلان کړ او ټرمپ په لومړي سر کې پر دې غور کاوه چې سیشینس د خپل مرستیال په توګه ونوموي.