صدیقي: کابل کې انتحاري حملې ۴ تنه وژلي او ۱۱ یې ټپیان کړي
Your browser doesn’t support HTML5
د کابل په پل محمود خان سیمه کې انتحاري حملې ۴ کسان وژلي او ۱۱ تنه یې ټپیان کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل چې د کابل په دوهمه امنیتي حوزې پل محمود خان سیمه کې انتحاري حمله شوې چې په پایله کې یې ۴ تنه وژل شوي او ۱۱ ټپیان دي.
وړاندې تر دې صدیق صدیقي ازادي راډیو ته ویلي و چې دغه چاودنه د یوه مقناطیسي ماین له امله رامنځته شوې.
د دې پېښې مسؤلیت تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی. وېډیو او اېډېټ: ولي سباوون