د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشربارک اوباما د ولسمشرپه توګه د خپل وروستي بهرني سفر په لومړي ګام کې یونان ته رسیدلی دی.
اوباما به نن د ورځې په وروستیو کې د یونان له ولسمشر پروکوپیس پاولو پولوس او صدراعظم الکسیس سیپراس سره خبرې وکړي.
ټاکل شوې چې نوموړی سبا د ډموکراسۍ او ګلوبالیزیشن یا نړیوال کېدو په اړه وینا وکړي او وروسته برلین ته ولاړ شي.
له اتنه د اوباما د دوه ورځنۍ کتنې لپاره د دې ښار په واټونو کې له پنځو زره زیات پولیس ځای پرځای شوي او د دې ترڅنګ چې لویې لارې تړل شوي د ښارپه مرکزي برخو کې په عام محضرکې پر غونډو بندیز لګول شوی دی.
کین اړخو او انارشیست ډلو له یونانه د اوباما د کتنې په ترڅ کې اعتراضیه مظاهرې پلان کړي دي.
اوباما له هغې راهیسې چې په ۱۹۹۹ کال بېل کلېنآن له یونان څخه کتنه کړې وه د امریکا لومړنی ولسمشر دی چې د دندې پر مهال دې هېواد ته رسمي سفرکوي.
اوباما به له جرمني وروسته پیرو ته ولاړ شي او د اسیاپسفیک د اقتصادي همکارۍ په سرمشریزه کې به ګډون وکړي.
نوموړی د نوومبر په ۱۹مه بېرته واشنګټن ته ستنېږي.
ویل کېږي چې د اوباما پر دغه سفر به د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اړه اندیښنې سیورۍ وغوړوي.