د ملي اردو سرتېرو په هلمند ولایت کې د هغو لارو د تړلو په موخه عملیات پیل کړي چې وسله وال پرې د لښکرګاه پر شاخوا روانې جګړې ته تګ راتګ کوي.
په هلمند کې د ملي اردو د درېیمې پلې لوا مسئولین وايي، دغه عملیات به ترهغه دوام وکړي چې د شمالي ولسوالیو څخه مرکزي ولسوالیو او لښکرګاه ښار ته د تلونکو وسله والو مخه نیول شوې وې.
د ازادي راډيو خبریال محمد الیاس داعي د ګرشک او موسي کلا ولسوالیو ترمنځ د نوزاد رود په سیمه کې یادو عملیاتو ته تللی دی او په دي اړه یې دا تفصیلي راپور چمتو کړی دی.
د راپور اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
Your browser doesn’t support HTML5
Your browser doesn’t support HTML5