د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۶

هلمند او ارزګان بې‌ځایه شویو کورنیو لپاره د کرکټ سیالۍ


په پام کې ده چې د هلمند او ارزګان د بې‌ځایه شویو کورنیو سره د مرستې په هدف د کرکټ ملي ټيم سبا د سولې او ژوند په نوم یوه سیالي وکړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرائیوې رئیس شفیق‌الله ستانکزي ازادي راډيو ته وویل، که د کرکټ د ملي ټيم لوبغاړي چمتو وي نو دغه ډول سیالۍ به د درېیم ځل لپاره هم ترسره شي.

ښاغلی ستانکزی وايي:

"زموږ دغه دوهمه خیریه سیالي د هلمند او ارزګان ولایتونو بې‌ځایه شویو ته د مرستې په هدف ده."

شاوخوا شل ورځې مخکې د کرکټ ملي ټيم د کندز بې‌ځایه شویو کورنیو سره د مرستو په هدف ورته سیالي وکړه.

XS
SM
MD
LG