د بغلان پلخمري کې بې ساری توپان روان دی
Your browser doesn’t support HTML5
همدا شېبه يوه بې سارې او لوی توپان د پلخمري ښار او د بغلان ولایت مرکز را چاپېره کړی.
دغه توفان چې نن د ورځې په دوو بجو د شمال له طرفه د پلخمري ښار ته ورسېد، په دغه ښار یې د تورتم څادر خپور کړی.
خلک وايي، له تورو لوږیو او تندرسره مل داسې توپان يې هېڅکله هم نه لیدلی.
د موټرو تګ راتګ او کاروبار په بغلان کې په بشپړ ډول په ټپه درېدلی دی.
دغه توپان په ډېرې چټکۍ سره له شماله د جنوب په لور روان دی.