د شانګهای سازمان غونډه کې پر افغان سولې بحث کېږي

د شانګهای غړو هېوادو د صدراعظمانو غونډه کې به نن د افغانستان اجرائیه رئیس د سولې پر مسئلې تمرکز وکړي او د دې سازمان له غړو به وغواړي چې د سیمه‌ییزې اجماع له لارې د سیمې هېوادونه د ترورېستانو پر ضد ګډې هڅې وکړي.

تمه ده چې عبدالله عبدالله نن د شانګهای د غړو هېوادونو غونډه کې د وینا پر مهال دا موضوعات یاد کړي او د غونډې تر څنګ له یو شمېر مشرانو سره خبرې پرې وکړي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل د دې لیدنو کتنو په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"پلان داسې دی چې د هېواد اجرائیه رئیس نن د شانګهای د همکارۍ سازمان حکومتونو د چارواکو غونډه کې د ګډون او وینا تر څنګ د روسیې، قرغزستان او قزاقستان له صدراعظمانو سره هم وګوري. اجرائیه رئیس به په کنفرانس کې د خپلې وینا پر مهال پر سوله او امنیت د ترهګرۍ او افراطیت د مخنیوي لپاره د سیمه‌ییزې همکارۍ پر ایجاد او همداراز په افغانستان کې د رامنځته شویو اقتصادي فرصتونو څخه د ښې ګټې اخیستنې پر مسائلو بحث وکړي."

د افغانستان اجرائیه رئیس پرون بېشکک کې د تاجکستان له صدراعظم قاهر رسول‎زاده سره هم د سیمې پر امنیت خبرې وکړې او دواړو لورو دا مسئله وڅېړله چې څرنګه په سیمه کې امنیت ټینګیدلای شي او سوله راتلای شي.

د شانګهای سازمان په ۲۰۰۱ میلادي کال کې تأسیس شو. قرغزستان، قزاقستان، تاجکستان، ازبکستان، چین او روسیه د دې سازمان غړي دي، هند او پاکستان د روان کال په جون میاشت کې له دې سازمان سره د پیوستون تفاهم‎لیک لاسلیک کړ.

د افغانستان د سولې مسئله تر ډېره له پاکستان سره تړلې ده او کابل تور پورې کوي چې د طالبانو مشران په پاکستان کې ژوند کوي.

پاکستان د افغانستان په څېر لاهم د دې سازمان رسمي غړیتوب نه‎دی ترلاسه کړی، نو د شانګهای غړي هېوادونه تر څه بریده د افغانستان د سولې په برخه کې مرسته کولای شي.

پاکستان د افغانستان په څېر لاهم د دې سازمان رسمي غړیتوب نه‎دی ترلاسه کړی

د سیاسي چارو کارپوه مجیب لمر وایي، دا ممکنه ده چې د شانګهای غړي هېوادونه افغانستان ته سوله راولي.

دی وايي:

"د سولې برخه کې د شانګهای غړي هېوادونه د سیمه‌ییزې اجماع اساسي برخه جوړوي. چین د سولې په خبرو کې مخامخ ښکېل دی، روسیې لېوالتیا ښوولې او د روسیې او طالبانو تر منځ هم غیر مستقیمې اړیکې شته. یعنې که واقعاً دوی وغواړي او د زیاترو هېوادو ګټې یې خوندي شي، یا د ګټو د خوندیتوب لپاره‌یې تضمین ورکړل شي، دغه هېوادونه کولای شي چې افغانستان ته سوله راولي."

افغانستان تېر کال چین کې د شانګهای غړو هېوادونو غونډه کې د بشپړ غړیتوب وړاندیز کړی و.

افغان حکومت وایي چې په دې برخه کې پرمختګ هم رامنځته شوی دی او د بېشکېک په غونډه کې به افغان پلاوی یو ځل بیا هڅه وکړي چې افغانستان ته بشپړ غړیتوب ورکړي.