په داسې حال کې چې عراقي ځواکونه موصل ښار ته ننوتلي دي د داعش یا اسلامي دولت په نوم د وسلهوالې ډلې رهبر ابوبکرالبغدادي له خپلو جنګیالیو غوښتي چې مقاومت وکړي.
موصل دوه کاله مخکې د داعش لهخوا ونیول شو او هلتهیې خپل خلافت اعلان کړ.
داعش پورې یوې تړلې رسنۍ ال فرقان پرون یو غږیز پیغام خپور کړ او کوم کس چې په دغه پیغام کې البغدادي ښودل شوی خپلو جنګیالیو ته وايي چې شاتګ مهکوئ.
له خپلې خاورې ساتنه له شاتګ نه زر ځلې ښه ده. دا په تېر یوه کال کې د البغدادي لومړنی غږیز پیغام و چې خپور شوی دی.