غني: نه خپله عدلي او قضايي چارو کې مداخله کوم او نه بل پریږدم

Your browser doesn’t support HTML5

ولسمشر غني وايي، لویه څارنوالۍ باید د ده په ګډون هر هغه څوک چې له قانونه سرغړونه کوي حساب ورسره وکړي. ولسمشر غني نن دوشنبې په کابل کې د څارنوالانو په څلورم ملي کنفراس کې وویل چې دی د عدلي او قضايي سکتور پر استقلالیت باور لري او له همدې کبله یې نه په خپله د دوی په چارو کې مداخله کړې او نه به چاته د مداخلې اجازه ورکړي. وېډیو او اېډېټ: ولې سباوون