زاخېلوال: د شربت ګلې د خوشې کولو هڅې دوام لري

افغان چارواکي وايي، د شربت ګلې د خوشې کولو لپاره هڅې دوام لري.

په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال په خپل رسمي فیس بوک لیکلي چې د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني له خاص استازي سټیفان روکین او د پاکستان لپاره د جرمني له سفیرې اینا لیپیل سره یې په کډوالو او په خاصه توګه د شربت ګلې د قضیې په اړه خبرې کړي دي.

ښاغلي زاخېلوال له ازادي راډیو سره په خبرو کې پرون هیله څرګنده کړه چې شربت ګله تر راتلونکې سې شنبې ورځ خوشې شي.

شربت‎ګله چې لسیزې وړاندې یې یو انځور د جذابو سترګو په خاطر نړیوال شهرت ته ورسوله د چهارشنبې په ورځ په پېښور کې د پاکستان د جعلي پيژندپاڼې د لرلو په تور د پولیسو له‎خوا ونیول شوه.