د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو قوماندان ووژل شو.
د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني نن ازادي راډیو ته وویل چې قوماندان رئیس مومن نن ماښام اووه بجې د یادې ولسوالۍ د بند میرزاولنګ په سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله وژل شوی.
نوموړي زیاته کړه چې په یاده چاودنه کې د قوماندان درې ساتونکي ټپيان شوي هم دي.