د پېښور یوې محکمې نن جمعه شربتګله ورغوښتې وه.هغې په محکمه کې دا رد کړه چې د پاکستان جعلي اسناد یې اخیستي دي.
اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د یوه پاکستاني څارنوال منظور عالم په حواله ویلي چې شربتګلې په محکمه کې له خپل هغه اعتراف واوښته چې د چارواکو په خبره د نیول کېدو په وخت یې کړی و.
شربتګله د چهارشنبې په ورځ په پېښور کې د پاکستان د جعلي پيژندپاڼې د لرلو په تور د پولیسو لهخوا ونیول شوه.
په رپوټونو کې راغلي که په هغې د جعلي پیژندپاڼې د لرلو تور ثابته شي نو له ۱۴کاله قید او له درېیو تر پنځو زرو ډالرو پورې د جریمي ورکولو سره به مخامخ شي.
د هغې نیول کېدو پراخ غبرګونونه وپارول او ټولو یې په سمدستي خوشې کېدو ټينګار وکړ.
پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال ویلي چې د سفارت د حقوقي برخې کارکوونکي پېښور کې د شربتګلې د قضیې د تعقیب لپاره نن د جمعې په ورځ هم له اړوندو ادارو سره خبرو ته دوام ورکړی دی.
ښاغلي زاخېلوال د جمعې په ورځ په خپل رسمي فیس بوک لیکلي چې په پېښور کې یوې محکمې شربتګله بلې سې شنبې ته ورغوښتې او هیله ده چې هغه خوشې شي.
افغان سفیر همدا راز یادونه کړې چې په دې اړه یې د پاکستان د صدراعظم د بهرني سیاست سلاکار سرتاج عزیز ته هم یو لیک لیږلی دی.
د سفیر په خبره په دې لیک کې یې سرتاج عزیز ته ویلي چې د شربتګلې نیول کېدو ټول سخت خواشیني کړي او هیله ده هغه بېرته ژر خوشې شي.
سفیر زاخیلوال ویلي:
"د پولیسو د ادعا په خلاف شربتګلې کومه جعلي پيژندپاڼه نهده اخېستې او هغې هم د لکونو افغانانو په څېر په پاکستان کې د اوسېدو لپاره اسناد درلودل."
ښاغلي زاخېلوال دا هم ویلي چې سرتاج عزیز په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی.
شربتګله د جذابو سترګو لرونکې افغان مېرمن ده چې د پیغلتوب یو انځور یې چې په ۱۹۸۴ کال کې د نیشنل جیوګرافیک د یوه عکاس سټیف مککیوري لهخوا اخېستل شوی و، په ټوله نړۍ کې مشهور شو.
سټیف مککیوري تازه په خپل فیسبوک لیکلي چې:
"زه هوډ لرم چې د هغې د خوشې کېدو لپاره او له هغې سره د مرستې په خاطر هر راز حقوقي او مالي مرسته وکړم. هغې ټول ژوند په سختیو تېر کړی او نيول کېدل یې بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي."
د مککیوري په دغه پوسټ زرګونه کسانو خپل نظریات لیکلي او ټولو په یوه خوله د شربتګلې په نیول کېدو خواشیني ښودلې او د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.
مککیوري په ۲۰۰۲ میلادي کال کې یو ځل بیا شربتګله لیدلې وه او د هغې تازه انځورونه او معلومات یې خپاره کړي و.
۴۶ کلنه شربتګله په داسې حال کې په زندان کې شپې سبا کوي چې څه وخت مخکې یې مشره لوره هم لاسه ورکړه او د ټول ژوند په څېر یې تر نېول کېدو دمخه هم وروستۍ ورځې په سختۍ تېرېدې.
صفي الله ستانکزی