روسيه وايي، نهه ورځې کېږي چې د سوريې حلب ښار کې يې هوايي حملې نهدي کړي، خو راپورونه وايي چې په وروستيو ورځو کې هوايي حملو دوام کړی دی.
د روسيې د دفاع وزارت يوه لوړپوړي چارواکي سرګي رودسکوی پرون ويلي چې مسکو د اکټوبر په نهمه هوايي حملې ودرولې او اوس به هم دا اقدام دوام وکړي.
ده ونهويل چې د څومره مودې لپاره به هوايي حملې نهکېږي.
دی وايي:
"زه غواړم ستاسو پام دې حقيقت ته راواړوم چې د اکټوبر له اتلسمې نېټې د روسيې او سوريې الوتکو د حلب له لس کېلو مترۍ سره عمليات درولي دي. د سوريې او روسيې د هوايي حملو وقفه به وغځېږي."
خو د سوريې د بشري حقونو څار ډلې ويلي، هوايي حملې د تېرې شنبې په ورځ بېرته پیل شوي او په ختيځ حلب کې تر اوسه د ملکي وګړو د وژل کېدو راپور نهدی راغلی.
د امريکا د بهرنیو چارو وزارت له روسيې غوښتي چې په هوايي حملو کې نوې اعلان شوې وقفه عملي کړي چې ملکيانو ته بشري مرستې په سمه توګه ورسول شي.