د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، په نېږدې راتلونکي کې به د سعودي عربستان سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او په هغه هېواد کې افغانانو ته د کاري زمینو د برابرولو په هدف یو تړون لاسلیک شي.
د دغې خونې د رسنیو مسؤل صیامالدین پسرلي نن ازادي راډيو ته وویل چې د دغه تړون له مخې به د سعودي عربستان سره د صادراتو او وارداتو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي او د سوداګرۍ کچه به لوړه شي.
ښاغلی پسرلی وایي چې سعودي عربستان ته د حکومت د اجرائیه رئیس او یو شمېر سوداګرو په سفر کې له دغه هېواد سره د ویزې ستونزې هم حل شوي دي.