د پکتیکا ولایت چارواکي وايي چې افغان حکومت د هغو کسانو کورنیو ته چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې قرباني ورکوي، یا په ځانمرګو بریدونو، چاودنو او یا نورو پېښو کې وژل کېږي او یا ټپیانېږي، د دوی د قربانیو قدر کوي.
یادې څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت د وژل شویو او ټپیانو خپلو خپلوانو ته د حکومت له ځانګړي کوډ څخه د نقدې مرستو د وېشلو پر مهال وکړې.
افغان حکومت د امنیتي پېښو له وژل شویو سره په اول ګام کې یو، یو لک افغانۍ او ټپیانو سره د پنځوس زره افغانیو نقدي مرستې کوي چې بیا وروسته هغوی ته په دوامداره توګه یوه اندازه معاش او امتیاز ورکول کېږي.
د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت وویل، دوی ته اووه میلیونه افغانۍ د وژل شویو او ټپيانو له کورنیو سره نقدې مرستې رارسېدلي چې په نوبت سره به ووېشل شي.
محمد الیاس وحدت زیاته کړه:
"د دولت د هغو امتیازاتو له مخې چې شهیدانو او ټپیانو ته ټاکل شوي دي، د دوی سره د مرستې لړۍ روانه ده، د اووه میلیونه افغانیو په شاوخوا کې د دوی حقوق ولایت ته راغلي دي چې وېشيې ادامه لري، دا نن هم چې تاسو دا خلک ولیدل دا د شهیدانو او زخمیانو وارثه دي، دا په دې معنی ده چې موږ خپلو ولسونو ته وایو چې تاسو د دولت هېر شوي نهيئ، که تاسو د خپلې کورنۍ غړي له لاسه ورکړل او وینه مو تویه کړه، د دولت او ولس په نزد د ډېر قدر او درنښت وړ یاست، تاسو ثابت حقوق لرئ او هغه حقوق به په هر قیمت چې وي تاسو ته درکول کېږي."
د وژل شویو د وارثانو د ډلې محمد یوسف په نوم یو کس د ځايي ادارې له چارواکو مننه وکړه چې د وژل شویو او ټپیانو د کورنیو غړي يې نهدي هېر کړي او دوی سرهيې په مناسب وخت کې نقدي مرسته وکړه.
ده زیاته کړه، افغان حکومت باید د وژل شویو سرتېرو او افسرانو د اولادونو روزنې ته هم ځیني ځانګړي امتیازات په پام کې ونیسي او هغوی ته په داخل او بهر کې د لوړو زدهکړو زمینې برابرې کړي.
محمد یوسف د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل:
"له دولت، له چارواکو، له والي صیب یو جهان مننه چې زموږ د شهیدانو، کونډو او یتیمانو پوښتنهيې وکړه، موږ کور ودانۍ ورته وایو، البته وړاندیز لرو چې د شهیدانو او زخمیانو د زدهکړو لپاره دې په داخل او خارج کې امکانات برابر کړي، څو لږ تر لږه اولادونهيې ښه راتلونکې پیدا کړي."
د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت د مرستو د وېش په ځای کې رسنیو سره په خبرو کې د وژل شویو او ټپیانو د کورنیو اندېښنې او غوښتنې پر ځای وبللې او زیاتهيې کړه چې دا کورنۍ په رښتیا هم د ډېرې پاملرنې او مرستې حقدار دي.
د پکتیکا والي زیاته کړه، قوانینو کې د وطن د لارې د وژل شویو او ټپیانو د ژوند او استوګنې لپاره ډېر امتیازات په پام کې نیول شوي چې هیله ده ګام په ګام به عملي شي.
راپور: نجیبالله الوخېل