ناټو وایي، د دوی دوه تنه امریکایي سلاکاران په کابل کې ووژل شول.
د ناټو په وینا یو وژل شوی پوځي او بلیې ملکي دی.
د ناټو په خبرپاڼه کې راغلي دي چې درې تنه نور د ډزو پر مهال ټپیان شوي دي چې دوه تنهیې امریکایان دي.
د دې پېښې د ټپیانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ بلل شوی.
د افغانستان دفاع وزارت وایي چې یو تن چې پوځي جامې یې په تن وې پرون د کابل په جنوب لوېدیځ کې د ریشخور له فرقې سره پر بهرنیانو ډزې وکړې او په خپله هم د ډزو پر مهال ووژل شو.