د اوکراین ولسمشر پېټرو پروشینکو ویلي، د خپل هېواد په ختیځ کې له راروانې څلور ورځنۍ غونډې د زیات پرمختګ تمه نهلري.
پېټرو پروشینکو پرون د ناروې په پلازمېنه اُسلو کې خبریالانو ته وویل چې د نننۍ غونډې په اړه خوشبیني نهلري.
د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل د روسیې، اوکراین او فرانسې ولسمشران برلین ته د خبرو لپاره وربللي دي.
انګېلا مېرکل به نن چهارشنبه د ولادیمیر پوتین، پېټرو پروشینکو او فرانسوا اولانډ کوربانه وي.
د مېرکل ویاند ویلي چې هغوی به پر دې خبرې وکړي چې د اوکراین د وضعیت په اړه د منسک موافقه څرنګه او څومره عملي شوې ده.