مشرانو جرګې له حکومته غوښتي څو هغه وزیران چې بودجهیې نهده مصرف کړې، له دندو ګوښه ګړي.
د دغې جرګې رئیس فضلالهادي مسلمیار نن په عمومي غونډه کې وویل چې دغه وزیران باید لویې څارنوالۍ ته معرفي شي.
"هغو دوستانو چې بودجهیې نهده مصرف کړې په حکومت کې او کار یې نهدی کړی، د دې ترڅنګ چې څارنهیې کوو، له وظیفې دې لیرې او څارنوالۍ ته دې معرفي شي."
له دې مخکې د مالیې وزارت ویلي و، د دوی هڅه دا ده چې د سږ کال بودجه اتیا فیصده مصرف شي.