یوناما د داعش له لوري د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښمنه ده

ملګرو ملتونو افغانستان کې د داعش له لوري د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه مأموریت یوناما په بیان کې په ځانګړي توګه د عاشورا پر مراسمو او دغه‌راز په کابل کې د اسد د دوهمې نېټې د روښنایۍ غورځنګ پر مظاهرې د داعش حملو ته اشاره شوې چې په‎کې شیعه‎ وګړي په نښه شوي دي.

یوناما په خپل بیان کې همداراز د هغې ستراتېژۍ پر بشپړېدو او عملي کېدو ټینګار کړی چې له مخې یې د تاوتریخوالي مخه ونیول شي او د مذهبي ډلو او نورو وګړو حقونه تأمین شي.

په تر ټولو وروستي مورد کې داعش ډلې په کابل او بلخ کې د عاشورا پر مراسمو د هغو حملو مسؤلیت په غاړه واخیست چې په نتیجه کې یې ۳۵ تنه ووژل شول او شاوخوا سل نور ټپیان شول.