پروان کې د واده د خوشحالیو په ډزو کې یو تن وژل شوی او یو بل ټپي دی.
د پروان د امنیې قومندانۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیر عبدالصمد زلمي نن سهار ازادي راډیو ته وویل چې پېښه تېره شپه ۱۰ بجې د پروان په مرکز ابدیبای په نوم سیمه کې شوې ده.
نوموړی وایي، پولیس د پېښې په څېړنه بوخت دي او د پروان د ملکي روغتون مسؤلینو هم د ټپي کس حالت د ډاډ وړ یاد کړی دی.