د امریکا دفاع وزارت وايي، موصل کې پوځي عملیات د بېګناه عراقیانو د ازادۍ عملیات دي.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند پیترکوک څرګنده کړه چې په موصل کې پوځي عملیات د عراقي ځواکونو لپاره ډېر مهم دي.
د پيترکوک په وینا، د موصل عملیات د داعش پرضد مبارزه کې سمبولیک اهمیت لري.
پیترکوک وویل:
"موصل تر یوه سمبول زیات، داسې ښار دی چې لږ تر لږه یو میلیون وګړي پهکې اوسېږي. تر دوه کاله زیات وخت وشو چې داعش په موصل کې پر خلکو ظلم کوي او وحشتناک جنایتونهیې ترسره کړي دي. د موصل عملیات د زرګونو بېګناه عراقیانو د ازادۍ عملیات دي. دا عملیات د عراقي پوځیانو، پولیسو او د ترورېزم ضد ځواکونو په مشرۍ ترسره کېږي. کُردي پيشمرګه اوسني قومي ملېشه هم په دې جګړه کې اساسي رول لوبوي. د ترورېزم ضد ائتلاف چې امریکا يې مشري کوي، د هغوی ملاتړ کوي، لوژېستیکي مرستې، استخباراتي معلومات او هوايي مرسته ورسره کوي."
خو د ناروې د مهاجرینو شورا اندېښنه څرګنده کړې چې زرهاوو کورنۍ ښايي په موصل کې د پوځي عملیاتو له امله بېکوره او نورو سیمو ته وتښتي.
په عراق کې د دې ادارې استازو د هغو ملکي عراقیانو د امنیت په اړه چې د پوځي عملیاتو پر مهال له موصله تښتي یا هلته پاتې کېدو ته مجبورېږي، شدیده اندېښنه څرګنده کړې ده.
اربیل ښار ته نېږدې د جګړې له امله د بېکوره شویو خلکو په کمپ کې د ناروې د مهاجرینو شورا استازې کورتني لېر روېټرز خبري اژانس ته وویل:
"د ناروې د مهاجرینو شورا د بېکوره شویو خلکو د سترو جوپو راتګ ته ځان تیاروي. موږ داسې اتکل کوو چې د عملیاتو د پيل په لومړیو اوونیو کې به تر ۲۰۰ زره کسان له موصله وتښتي او په راتلونکو میاشتو کې ښايي دا شمېر اووه لکه کسانو ته ورسېږي. د بشري مرستو ټولنې په بېسارې ډول زیاتې هڅې کوي چې تیاری ونیسي خو په لنډ وخت کې د دومره خلکو لپاره ترتیبات لویه ستونزه ده."
هغې زیاته کړه چې د هغو خلکو ژوند په خطر کې دی چې له موصله د تېښتې هڅه کوي.
Your browser doesn’t support HTML5
کورتني لېر زیاته کړه:
"موږ د هغو خلکو د امنیت او سلامتۍ په اړه اندېښمن یو چې له موصله تښتي. زیات خلک ښايي په کورونو کې بند پاتې وي. هغه کسان چې تښتي ښايي وویشتل شي او وسلهوالې ډلې حملې پرې وکړي. موږ د دې خلکو د مصونیت او هغو سیمو ته چې بیړنۍ مرستې ترلاسه کوي او پناه اخلي د هغوي د رسېدو په اړه تشویش لرو."
د عراق په شمالي ښار موصل کې د داعش پر ضد پوځي عملیات پرون پیل شول.
د عراق د پوځ یوه جنرال خبري رسنیو ته وویل چې لږ تر لږه ۲۵ زره عسکر په دې عملیاتو کې ګډون لري.
د کُردي ملېشو یا پيش مرګه قوماندانۍ ویلي چې د دوی ۴۰۰۰ ملېشه هم په دې عملیاتو کې برخه لري.
د عملیاتو تر پيل وروسته، یوه پيشمرګه په موصل کې د روېټرز خبریال ته وویل:
"زه له خپلو پيشمرګه ملګرو سره یوځای شوم چې له داعشه د خپل پلار د قتل غچ واخلم."
د عراق صدراعظم د عملیاتو تر پيل وروسته له خپلو خلکو سره ژمنه وکړه چې د بري وختیې نېږدې دی او ډېر ژر به، د ده په وینا یوازې د عراق حکومتي ځواکونه دا ښار ونیسي.
د امریکا په مشرۍ ائتلافي قواوې په دې عملیاتو کې د عراقي ځواکونو هوايي ملاتړ کوي.
د امریکا دفاع وزیر اشټون کارټر ویلي چې دا پوځي عملیات د داعش د وسلهوالو د شکست لپاره ډېر مهم دي.
که عراقي ځواکونه موصل ونیسي، عراق کې به داعش وسلهوالو ته ستره ضربه وي.
عراق کې د امریکايي ځواکونو سرچینو ویلي چې د موصل عملیات ښايي څو اوونۍ وخت ونیسي.