د افغانستان برېښنا شرکت د کابل د پوروړو لېست خپور کړ، د برېښنا شرکت رئیس وايي چې په کابل کې یو شمېر دولتي ادارې، سوداګریز شرکتونه او وګړي له دغه شرکته درې میلیارده درې سوه او پنځلس میلیونه افغانۍ پوروړي دي.
یاد ریاست وايي چې ځينې دولتي ادارې ۱.۶ میلیارده افغانۍ له دغه شرکته پوروړي دي، خو ولسمشر مالیې وزارت ته حکم کړی چې د برېښنا شرکت پیسې د پوروړو ادارو له بودجې څخه واخلي.
د کابل برېښنا شرکت رئیس محبالله مومند د دوشنبې په ورځ په دې اړه په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل:
"د کابل برېښنا قرضداري درې میلیارده درې سوه پنځلس میلیونه افغانۍ ده، ۱.۶ میلیارده افغانۍ دولتي ادارې پوروړي دي، ۷۸۳ میلیونه افغانۍ سوداګریز مقروضیت او ۹۴۷ میلیونه افغانۍ یې د کورونو قرضداري ده چې له هغې جملې ۷۰۰ میلیونه افغانۍ یې هغه کسانو پورې اړه لري چې حاضر نهدي خپل پور تحویل کړي."
د کابل برېښنا شرکت د پوروړو په لېست کې د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم، د جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف، د پخواني ولسمشر د دوهم مرستیال کریم خلیلي او په ملي شورا کې د خلکو د ځینو استازو سربېره د یو شمېر رسنیو نومونه هم شامل دي.
د کابل برېښنا شرکت مسؤلین وايي چې یاد کسان له خپل زور څخه په استفادې نهحاضرېږي چې د برېښنا باقي داري تحویل کړي.
د پوروړو په لېست کې راغلي چې د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم شپږ دیرش میلیونه افغانۍ د کابل برېښنا شرکت څخه پوروړی دی.
د برېښنا شرکت مسؤلین وايي چې تر راتلونکې اوونۍ به په ټول افغانستان کې د هغو پوروړو لېست وروستی او خپور کړي چې له برېښنا شرکت څخه پوروړي دي.
د ښاغلي دوستم، عبدالرب رسول سیاف او کریم خلیلي دفترونو په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
د برېښنا شرکت مسؤلین وايي چې د پوروړو لېستیې لوی څارنوالۍ ته هم استولی دی.
له دې وړاندې هم د برېښنا شرکت د پوروړو لېست افشا کړی و، خو د دغه شرکت د مسؤلینو په خبره لاهم پنځوس سلنه پوروړي د خپلو باقي داریو تصفیه ته نهدي حاضر شوي.
د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي چې برېښنا شرکت د عوایدو په راټولولو کې ناکام دی او دغه چارې په نورو برخو کې هم د حکومت د عوایدو د راټولولو په برخې منفي اغېز کړی دی.
اقتصادي کارپوه سیفالدین سیحون په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"د پیسو نهتحویلول په دې معنا ده چې له حق څخه سرغړونه کوي او دا په حقیقت کې جرم دی او دا کار اقتصادي، ټولنیز او پر ټولنې نور بد عواقب هم لرلای شي."
ښاغلی سیحون وايي، که د بیتالمال دغه پیسې راټولې نهشي نو دغه کسان به د نورو زورورو کسانو لپاره مثال وګرځي.
راپور: محمد حدیث پردېس