د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۹

د بلخ ولایت اوسېدونکي د برېښنا بیې له زیاتوالي شکایت کوي


د بلخ ولایت اوسېدونکي د برېښنا د قیمت له لوړوالي شکایت لري او مرکزي حکومت د دې ولایت په وړاندې په تعبیض درلودلو تورنوي.

د بلخ ولایت د مختلفو سیمو اوسېدونکي وايي چې د څلورو میاشتو راپدېخوا د برېښنا قیمت په دې ولایت کې له ۲،۵ افغانیو څخه ۲،۲۵ افغانیو ته لوړ شوی دی او اکثرآ خلک د دې پيسو د ورکړې توان نه لري.

د بلخ ولایت اوسېدونکي د برېښنا د بیې ستونزې ته د رسیدګۍ غوښتنه کوي.

د مزارشریف دوو تنو اوسېدونکو په اړه ازادي راډیو ته داسې وویل:

"۱- زما نوم خالد دی، د مزارشریف اوسېدونکی یم، حکومت د خلکو په وړاندې له تعبیض څخه کار اخلي، په نورو ولایتونو کې ۲ افغانی دی، په جوزجان، سرپل، کابل او سمنګان کې پر ۲ افغانۍ خو په بلخ کې بر ۶.۲۵ افغانۍ پلورل کېږي."

"زه مصطفی نومیږم، حکومت باید د خلکو دې ستونزې ته هر څومره ژر رسیدګي وکړي، که دا مشکل همداسې دوام وکړي په نږدې راتلونکي کې به د دې ولایت اوسېدونکي په لاریون لاس پورې کړي."

د بلخ ولایت د اوسېدونکو دا ستونزه مو د دې ولایت د برېښنا له ریاست سره شریکه کړه، د بلخ برېښنا ریاست تخنیکي مرستیال امان الله ازادي راډیو ته وویل چې دوی له مختلفو هېوادونو څخه په مختلفو قیمتونو برېښنا رانیولې ده.

هغه وویل، کومو ولایتونو ته چې د ترکمنستان برېښنا لېږدول شوې د هغوی د برېښنا بیه نسبت هغه ولایتونو ته کمه ده چې په کې د ازبکستان وارداتي برېښنا کارول کېږي او دوی نسبت ترکمستان ته د ازبکستان څخه په لوړ قیمت برېښنا رانیولې ده.

ښاغلي امان الله وویل چې د برېښنا د بیې د راکمولو په برخه دوی صلاحیت نه لري او اصلي تصمیم نیونکی د برېښنا عمومي ریاست اجراییه بورډ دی.

هغه زیاته کړه:

"دا چې ولې د برېښنا قیمت لوړ شوی دی تاسو خپله ښه پوهیږی چې تصمیم زموږ په لاس نه دی او اجراییه بورډ دا تصمیم نیسي او موږ یوازې هدایات عملي کوو."

دا په داسې حال کې ده چې کابل ولایت ته هم د ازبکستان وارداتي برېښنا لېږدول شوې، خو هلته فی کیلواټ له دریو افغانیو څخه په ټیټه بیه پلورل کیږي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG